د کندهار ښاروالۍ له لوري د فوټسال د لوبو ټورنمینټ نن رسماً پیل سو!

Anonymous (not verified)
پنجشنبه ۱۴۰۰/۲/۹ - ۱۱:۵۰
د کندهار ښاروالۍ له لوري د فوټسال د لوبو ټورنمینټ نن رسماً پیل سو

کندهار ښاروالي د ښاروالیو د معینیت د رسمي هدایت په اساس نن د پنج شنبې/۹-۲-۱۴۰۰ په ماښام د کندهار په ملي جمنازیم کي د کندهار ښاروالۍ او د ( ۱۵ ) ناحیو تر منځ د فوټسال د لوبو ټورنمینټ پيل کړ.

د ټورنمینټ په مراسمو کي مرستیال ښاروال عتیق الله حمید، د ښاري حکومتولۍ رئیس عبدالواحد شاه هاشمي، سکتوري او تخنیکي رئیس جاوید احمد میوند، د ګذر وکیلانو او ځوانانو پراخ ګډون کړی و.

په پیل کي مرستیال ښاروال وویل، یاد ټورنمینټ د ( ۱۶ ) لوبډلو څخه جوړ سوی دئ، چي د هري ناحیې په سطحه یوه لوبډله، چي د پنځلسو ناحیو څخه ( ۱۵ ) لوبډلي او یوه د کندهار ښاروالۍ د فوټسال لوبډله ده، چي له نن څخه شروع تر اتو ورځو پوري به جریان ولري.

د کندهار ښاروالۍ له لوري د فوټسال د لوبو ټورنمینټ نن رسماً پیل سو د کندهار ښاروالۍ له لوري د فوټسال د لوبو ټورنمینټ نن رسماً پیل سو د کندهار ښاروالۍ له لوري د فوټسال د لوبو ټورنمینټ نن رسماً پیل سو

مرستیال ښاروال زیاته کړل، چي د یاد ټورنمینټ جوړولو څخه ئې هدف د ټولنیزي سولي رواجول او تقویت، د سپورټ د ودي او پراختیا تر څنګ ئې د ښو لوبغاړو پېژندل او تشویقول دي.

په پای کي مرستیال ښاروال د راغلو مېلمنو، ځوانانو او په ټورنمینټ کي د برخه اخیستونکو لوبډلو څخه مننه او کورودانی وکړ.

پاملرنه: لومړنۍ لوبه د کندهار ښاروالۍ او د (۷) ناحیې تر منځ تر سره کیږي.

د کندهار ښاروالۍ له لوري د فوټسال د لوبو ټورنمینټ نن رسماً پیل سو د کندهار ښاروالۍ له لوري د فوټسال د لوبو ټورنمینټ نن رسماً پیل سو د کندهار ښاروالۍ له لوري د فوټسال د لوبو ټورنمینټ نن رسماً پیل سو

 

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS

د کندهار ښاروالۍ له لوري د فوټسال د لوبو ټورنمینټ نن رسماً پیل سو!