کندهارښاروال: د متوازني پراختیا په اساس په ښار کي نوي پروژې پیلوو.

Anonymous (not verified)
شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۶ - ۱۲:۴۵
کندهارښاروال: د متوازني پراختیا په اساس په ښار کي نوي پروژې پیلوو.

کندهارښاروال انجنیر محمد رفیع حیات چي نن یې د ناحیو له امرینو سره مجلس درلودی یادي څرګندوني وکړې.

لومړی کندهار ښاروال مجلس ته د ښاروالۍ د روان عمومي وضعیت په اړه معلومات وړاندي کړه،د ملي سترخوان د پروګرام په دوهم پړاو پيلېدنه کي یې د ناحیو امرینو ته دنده وسپارل چي وړ ،غریب او مستحق کسان باید په نوې سروې کي شامل سي ترڅو ورته د ملي سترخوان د دوهم پړاو پر مهال غذایي توکي ورسیږي .

مجلس کي کندهار ښاروال یادونه وکړه چي د خپل سري خټو کنترول باید په جدي توګه سره وسي،او په دې برخه کي دناحیو امرینو ته وظیفه ورکول سول چي د پخوا په شان نور هم غیري قانانوني اعمارونه بند کړي او د خپل سري خټو په کنترولو کي دي په رسمي توګه سره ولایت مقام،امنیه قومندانۍ او ملي امنیت په جریان کي واچوي ترڅو هم مهال د خپل سري خټو مخه نیول سوې وي.

وروسته کندهار ښاروال یادونه وکړه د متوازني پراختیا په اساس به د کندهار ښار په ناحیو کښي د بیارغوني نوي پروژې پيلوي چي د ښاریانو ورځني ژوندانه ته دسهولت بهترین فرصت دی .

همدارنګه د مجلس په وروستیو کښي ښاریانو ته د ښاري ژوندانه د برابرولو په منظور کندهار ښاروال د مجلس ګډونوالو ته لازمي سپارښتني هم وکړې.
 

کندهارښاروال: د متوازني پراختیا په اساس په ښار کي نوي پروژې پیلوو. کندهارښاروال: د متوازني پراختیا په اساس په ښار کي نوي پروژې پیلوو.
کندهارښاروال: د متوازني پراختیا په اساس په ښار کي نوي پروژې پیلوو. کندهارښاروال: د متوازني پراختیا په اساس په ښار کي نوي پروژې پیلوو.

 

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS

کندهارښاروال: د متوازني پراختیا په اساس په ښار کي نوي پروژې پیلوو.