کندهار ښاروال حسن حاجي صاحب : کندهار زما کور دی ددې کور جوړېدل مي دنده ده.
کندهار ښاروال حسن حاجي صاحب چي نن یې په کندهار ښار کي د کسبه کارانو د اتحادیې له مشر تابه او استازو سره کتنه درلودل دغه څرګندوني وکړې.
د کسبه کارانو د اتحادیې مشرتابه او غړو کندهار ښاروال ته د خپلو چارو د روان حالت په اړه معلومات ورکړه وروسته کندهار ښاروال حسن حاجي صاحب وویل کندهار ښاروالۍ به ستاسو سره دیوه مشترک او ګډ ټيم په شکل په اخلاص او صداقت سره چاري مخته وړي،د کندهار د شریف ولس لپاره به کندهار ښاروالۍ ښاري سهولتونه برابروي،او په ټولو ښاري امراتو کښي به کندهار ښاروالۍ د ولس د هوسایني او ارامتیا لپاره کارکوي.
کندهار ښاروال د کسبه کارانو د اتحاد یې مشرتابه او غړو ته وویل د ښاروالۍ مامورین د خپلو خلګو خادمان دي ددوی لپاره ښاري سهولتونه برابروي ولي د ښاریانو همکاري هم اړینه ده د ښاروالۍ له پرسونل سره.
