د کندهار ښاروالۍ داولي ناحیې دتوپخانې دسړکونو دجوړولو افتتاح تر سره سو:

mohammadi_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۵ - ۱۱:۳۸
د توفخانې سړکونو افتتاح

د کندهار ښاروالۍ د (UNOPS) موسیسې په مالي همکارۍ د( ٦٥٩٨٥) امریکایي ډالرو په لګښت د څو سړکونو د جوړولو چاري راپیل کړي چي نن یې رسماً افتتاح تر سره سوه.

چي په دې افتتاح کښي د کندهار ښاروال حسن حاجي صاحب،د ښاري حکومتولۍ رئیس حاجي تحویلدار اکا، دښاروالۍ سکټوري رئیس احمد جاوید میوند او همدارانګه نورو مسؤلینو هم ګډون کړئ وو.

د کندهار ښاروال حسن حاجي صاحب: کندهار زموږ او ستاسي ګډ کور دی او جوړیدل به یې په ګډه کوو د کندهار ښاروال حسن حاجي صاحب ښاریانو ته ډاډ وړاندي کړ چي په راتلونکي کښي به تاسي ګران ښاریان دلویو پروژو شاهدان واوسئ.

همداراز د پروژې اړوند معلومات د ښاروالۍ سکټوري او تخنیکي رئيس احمد جاوید میوند شریک کړه هغه وویل چي دغه پروژه د (UNOPS) موسیسې په مالي همکارۍ تر سره کیږي چي پکښي به ٩٠ کسانو ته د کار زمینه برابره سي.

دغه پروژه به ٧٥ ورځو په جریان کي او د ٦٥٩٨٥ امریکایي ډالرو په مالي لګښت تر سره سي.

اخیر کښي د کندهار ښاروال حسن حاجي صاحب ګرانو ښاریانو ته زیری ورکړ چي په راتلونکو ورځو کښي به تاسي د لویو پروژو دافتتاح شاهدان واوسئ.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS

د کندهار ښاروالۍ داولي ناحیې دتوپخانې دسړکونو دجوړولو افتتاح تر سره سو: