کندهار ښاروالۍ د خپلو روانو نوښتونو په لړ کښي داځل د ښاروالۍ د معلوماتو په مرکز کښي یو مجهز عامه کتابتون جوړکړ!

mohammadi_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۶ - ۱۰:۱۶
ښاروالۍ عامه کتابتون

کندهار ښاروالۍ د ښاریانو د ذهني پیاوړتیا،روحي سکون او سالیمي بوختیا په منظور داځل د ښاروالۍ په معلوماتي مرکز کښي یو عامه کتابتون جوړ کړ چي عام ښاریان کولائ سي ورڅخه استفاده وکړي،د کندهار ښاروالۍ د ټولنیزو او فرهنګي چارو مدیر تیمورشاه فیض پر ګرانو ښاریانو ږغ وکړ چي ددې عامه کتابتون د بډایني په منظور ورته کتابونه وسپاري ترڅو داعامه کتابتون نور هم مجهز سوئ وي په ورته وخت کښي د کندهار ښاروالۍ دعامه اړیکو او مطبوعاتي چارو مسؤل زمري څرګند وویل ددې کتابتون د لامجهز کولو په منظور به نور اړین او مهم سهولتونه هم دې عامه کتابتون کښي برابر کړي داځکه د څرګند په خبره د کندهار ښاروال حسن حاجي صاحب په سپارښتنه یې کندهار ښاریانوته دلابهتره ښاري سهولتونو په اړوند نور ډير ښه پروګرامونه هم تر لاس لاندي دي ترڅو د کندهار ښار معززه ښاریان وکولائ سي دښاروالۍ له لوري له ټولو اسانتیاو خوند واخلي.

دځوانانو رضاکاره شبکې مسؤل شراف الدین شرف وویل: ددې ډول نوښتونو برابرول یو بهترین کار دی او هڅه به مو داوي چي ددې کتابتون په غني کولو کښي لاهڅه وکړو

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS

کندهار ښاروالۍ د خپلو روانو نوښتونو په لړ کښي داځل د ښاروالۍ د معلوماتو په مرکز کښي یو مجهز عامه کتابتون جوړکړ!