د کندهار ښاروالۍ د ۱۳ ناحیې اولسي مشرانو،وکیلانو او استازو ته د شفافیت او حساب ورکولو مجلس جوړ کړل سو!

mohammadi_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۸ - ۱۳:۱۳
شفافيت حساب

د کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ رئیس حاجي تحویلدار صاحب پر داسي مهال چي د۱۳ناحیې اولسي مشران هم حاضر وه د شفافیت او حساب ورکولو مجلس کښي وینا وکړه.

د ښاري حکومتولۍ رئیس وویل: شفافیت او حساب ورکول و خلګو ته یو مهم او اساسي اصل دی نوځکه مو کوښښ دادی چي د هري ناحیې خلګو ته پر وخت د راټول سوي مصارفو ا وترسره سوي خدماتو په اړه مکمل معلومات ورکړو هغه وویل: تاسو زموږ ګران اولسونه یاست تاسو کولائ سی پخپلو دوامداره همکاریو سره دناحیې رواني چاري نوري هم چټکي کړئ وروسته د کندهار ښاروالۍ د شفافیت اوحساب ورکولو مدیر محمد عمر صابر د ۱۳ ناحیې مشرانو او استازو ته د روان مالي کال پر مهال په  ۱۳ناحیه کښي دروانو انکشافي کارونو،تنظیف اوسرسبزۍ برخي ،راټول سوي عوایدو او ترسره کړیو مصارفو په اړوند په مفصل ډول معلومات شریک کړه او تفصیل سره یې د ۱۳ناحیې لپاره د کندهار ښاروالۍ لخوا د ترسره سوو فعالیتونو باندي وږغیدئ وروسته د ۱۳ ناحیې امر خلیل الله او د کندهار ښاروالۍ د اطلاعاتو اوعامه اړیکو مسؤل زمري څرګند د ۱۳ ناحیې ترڅنګ د کندهار ښار په ټولو ناحیو کښي د کندهار ښاروالۍ روان پرمختیایي فعالیتونه او انکشافي چاري تشریح کړې او همدا ډول یې د مجلس د ټولو ګډونوالو سوالونو ته جوابونه وویل د مجلس په وروستیو کښي د ۱۳ ناحیې اولسي مشرانو د کندهار ښآروالۍ د روانو چارو اوفعالیتونو مننه وکړه او په چارو کښي یې ورته دلا بریالیتوب هیله وکړه.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS

د کندهار ښاروالۍ د ۱۳ ناحیې اولسي مشرانو،وکیلانو او استازو ته د شفافیت او حساب ورکولو مجلس جوړ کړل سو!