په روانو ولایتي دوهمه درجه سیالیو کښي د کندهار ښاروالۍ کرکیټ لوبډلي ځوان لوبغاړي جاویداحمد " سلیمانخیل " د خوست لوبډلي خلاف د زابل لوبډلي لپاره ( ۱۱۰ ) نا سوزیدلي منډي وکړې او د زابل لوبډله یې بریا ته ورسول!

mohammadi_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۳۰ - ۱۳:۱
کرکيټ لوبډله

بل خواته بیا کندهار ښاروالۍ لوبډلي په دوستانه لوبه کي سعدات لوبډلي ته په ( ۴۵) منډو ماته ورکړه

ټاس کندهار ښاروالۍ لوبډلي وګټئ خپله یې لومړۍ توپ وهنه راپیل کړه.

کندهار ښاروالۍ لوبډلي په ټاکلو ( ۲۰ ) اورو کي د ( ۷ ) لوبغاړو په سوزیدو سعدات لوبډلي ته ( ۲۱۵) منډي هدف وټاکئ.

د ښاروالۍ لوبډلي لپاره په توپ وهنه کي ...

بشیراحمد ( ۸۰ ) اسدالله " عبیدي " ( ۴۲ ) او خان محمد ( ۳۰ ) منډي وکړې.

سعدات لوبډلي په ( ۱۹) اوره کي د ټولو لوبغاړو په سوزیدو ټولي ( ۱۷۰) منډي وکړې.

د ښاروالۍ لوبډلي لپاره په توپ اچونه کښي ...

حامیدالله " یوسفزي " ، خان محمد، حزب الله دوي دوي او عثمان " قدوسي " یوه ویکیټه تر لاسه کړه

د لوبي غوره لوبغاړي د ښاروالي لوبډلي څه بشیراحمد وټاکل سوو، چی د خپل لوبډلي په ګټه یې ( ۸۰ ) منډي وکړې.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS

په روانو ولایتي دوهمه درجه سیالیو کښي د کندهار ښاروالۍ کرکیټ لوبډلي ځوان لوبغاړي جاویداحمد " سلیمانخیل " د خوست لوبډلي خلاف د زابل لوبډلي لپاره ( ۱۱۰ ) نا سوزیدلي منډي وکړې او د زابل لوبډله یې بریا ته ورسول!