کندهار ښاروالۍ د خپلو پراخو انکشافي کارونو او پرمختیایي او رغنیزو پروژو په لړ کښي د نهمي ناحیې اړوند په الف ساحه کښي پنځه سړکان په اساسي او مسلکي توګه سره ګټي اخیستني ته وسپارل!

mohammadi_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۳ - ۱۳:۱
پروژه شاروالی کندهار

( د ۱۲۲۸ ) متره په اوږدوالي او( ۸ ) متره په عرض باندي د کندهار ښاروالۍ د پرمختیایي بودجې څخه چي مبلغ(/۱۴۹۲۲۲۷۴- ) افغانۍ ورباندي لګښت راغلئ دا مهم او اساسي سړکان په اساسي او مسلکي توګه سره ګټي اخیستني ته وسپارل سول.

ددې اساسي پروژې په جریان کښي په فني شکل( ۳۰ ) نفرو او غیري فني توګه سره( ۵۰ ) نفرو کاریګرو ته کاري فرصت برابر سوئ وو.

او په دوې میاشتي کښي یې بنسټیزي چاري تکمیلي سوي ،کندهار ښاروال حسن حاجي صاحب ددې سړکانو ګټي اخیستني په پار د نهمي ناحیې اوسېدونکو او کندهار ښاریانو ته مبارکي وایي،او پرګرانو ښاریانو ږغ کوي چي د عام المنفعه پروژو په ساتنه اوپالنه کښي پوره پاملرنه وکړي داځکه کندهار ښاروالۍ هره پروژه په ښه معیار او ښه کوالټي سره د ګرانو ښاریانو لپاره د سهولت برابرولو په موخه تطبقوي نو ډیره اړتیا لیدل کیږي چي ښاریان یې باید په ساتنه کښي پوره پاملرنه وکړي،همدا ډول کندهار ښاروال یادونه وکړه: (کندهار ښاروالۍ د ښار په ټولو ناحیو کښي اساسي ضرورتونه،لومړیتوبونه او اولیتونه درک کړي دي) نوځکه یې په پرمختیایي لوري باندي تمرکز زیات دی،همدا ډول کندهار ښاروال پر خپلو عزتمنو ښاریانو ږغ کوي: ښاروالي د ښاریانو دوهم کور دی ټول ښاریان باید د خپلي ښاروالۍ سره په ښه توګه سره د ښار په جوړونه،سرسبزه ساتنه،ښاري نظم او پاک ساتنه کښي په پوره توګه سره وظیفوي مسؤلیت اداء کړي  ترڅو یو جوړ او ښایسته کندهار ښار ولرو.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS

کندهار ښاروالۍ د خپلو پراخو انکشافي کارونو او پرمختیایي او رغنیزو پروژو په لړ کښي د نهمي ناحیې اړوند په الف ساحه کښي پنځه سړکان په اساسي او مسلکي توګه سره ګټي اخیستني ته وسپارل!