کندهار ښاروالۍ د خپلو رغنیزو پروژو په دوام په پنځمه ناحیه کښي د (۴۰۰) متره په اوږدوالي د یوه کانګریټي سړک رغنیزي چاري عملأ پیل کړې!

mohammadi_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۷ - ۱۳:۲۲
پرختيايې چاري

کندهار ښاروال حسن حاجي صاحب پر داسي مهال چي سکټوري او تخنیکي رئیس احمد جاوید میوند او د ښاروالۍ تخنیکي ټيم یې ملتیا کول په پنځمه ناحیه کښي یاد سړک افتتاح کړ.

دغه کانګریټي سړک چي د نړیوال بانګ په مالي تمویل او د  ( UNOPS)همکاره برنامې په مدیریت او د کندهار ښاروالۍ په تخنیکي همکاري جوړیږي چي پکښي (۱۱۰) تنو کاریګرو ته په فني او غیري فني شکل کاري فرصت برابر سوئ دی.

د پنځمي ناحیې په پیرو قلعچه کښي یاد سړک په ښه معیار جوړیږي،کندهار ښاروال حسن حاجي صاحب په پرانست مراسیمو کښي د سیمي خلګو ته ددې مهم سړک مبارکي وویل او د کندهار ښاروالۍ له لوري د ښار په ټولو ناحیو کښي د متوازني پراختیا په اساس د ښاریانو اساسي ضرورتونو ته رسیده ګي یې خپله دنده وبلل،کندهار ښاروال وویل: ټول ښاریان باید زموږ سره اوږه پر اوږه د ښاروالۍ د پلانونو په تطبق کښي همکاري او ملاتړ وکړي ترڅو زموږ پرمختیایي څرخ نور هم چټک سوئ وي،وروسته د ښاروالۍ سکټوري او تخنیکي رئیس احمد جاوید میوند ددغه جوړېدونکي سړک پر ارزښت او معیارباندي په مفصل ډول بحث وکړ او ددې سړک په ساتنه کښي یې ولسي همکاري مهمه وبلل وروسته د محلي خلګو په استازیتوب عید محمد خبري وکړې ،دغه پروژه او نوري مهمي او اساسي پروژې چي د کندهار ښاروالۍ له لوري په کندهار ښار کښي عملأ شروع دي هیله بخښوونکي وبللې او یادونه یې وکړه چي ټول اولسونه باید د خپلي ښاروالۍ ترشا ودریږي ترڅو نور هم په چارو او کارونو کښي چټکتیا راغلې وي دغه مهم او اساسي کانګریټي سړک به په راتلوونکو دوه میاشتو کښي بشپړ سي او خلګو ته به بهتره ښاري سهولت برابر کړل سوئ وي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS

کندهار ښاروالۍ د خپلو رغنیزو پروژو په دوام په پنځمه ناحیه کښي د (۴۰۰) متره په اوږدوالي د یوه کانګریټي سړک رغنیزي چاري عملأ پیل کړې!