د کندهار ښاروالۍ د سرسبزۍ عمومي مدیریت د خپلو نوښتونو په دوام د ښار لپاره دخپلو نیالګیو څخه د زرغونتیا او خود کفایي په پار دزیتني بوټو او نیالګیو دکرلو لړۍ پېل کړه!

mohammadi_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۴ - ۹:۴۲
سرسبزي

د کندهار ښاروالۍ د سرسبزۍ عمومي مدیریت د مسلکي مدیر (انجنیر نجیب الله نوري) او مسلکي کارکوونکو له خوا د سرسبزۍ دګرین هوسونو اړوند په قوریه کي زرګونه زینتي بوټي او نیالګیو د قلمو د کرلو لړښ پیل کړېده.

دغه زینتي بوټي، چي شمیر یې لس زره (۱۰۰۰۰)  ته رسیږي. د کندهار ښار د ښکلا او زرغونتیا په پار کرل کیږي، چي په کښي ګل ګلاب، خرما، وال پام، بربینه، مرسل، چمبېلی، نارنج، کاغذي ګل، کډګلئ، ګنډیري، ګل ختمي،ګل فرش څو نوعي، همیشه بهار، جریبند، شبوئ، ادم چهره، انترئ  او د زقم کورنۍ مختلفي نوعي شامل دي.

سرسبزي اړوند

دغه بوټي، وني او موسمي ګلان کندهار ښار د ښکلا او سمسورتیا لپاره روزل کیږي.

چي وروسته به بیا د یوې ځانکړي کړنلاري ، ترتیب او منظور سوي پلان له مخي به د ښار په عام المنفعه او مشخص او ځانکړي سوي سیمو کښي کښینول سي.

د یادوني وړ ده چي د سرسبزۍ عمومي مدیریت قوریې کښي سږ کال بېلا بېل نیالګیو د تخمونو ترڅنګ تر (۱۰۰۰۰) لس زره مختلیف النوعه ګلان، بوټي او نیالګي نور هم  و روزل سي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS

د کندهار ښاروالۍ د سرسبزۍ عمومي مدیریت د خپلو نوښتونو په دوام د ښار لپاره دخپلو نیالګیو څخه د زرغونتیا او خود کفایي په پار دزیتني بوټو او نیالګیو دکرلو لړۍ پېل کړه!