د کندهار ښاروالۍ

web_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۴:۱۶
 د کندهار ښاروالۍ

د اشتهاري لوحو د مالیې په اړه د کندهار ښاروالۍ وضاحت
په دې وروستیو کي ځینو ښاریانو دا پوښتنه مطرح کړې، چي د مشرتابه مقام له لوري پر اشتهاري لوحو مالیه معاف سوې، نو بیا ولي ښاروالي د لوحو ټيکس اخلي؟
د دې موضوع د روښانتیا لپاره باید وویل سي چي د مالیې معافیت د ټولو اشتهاري لوحو لپاره نه دی؛ بلکي مشخص حدود لري.
هغه اشتهاري لوحې چي یو شخص یې پر خپل شخصي ملکیت؛ لکه د خپل دوکان پر دېوال، دروازه یا بام نصبوي، د مشرتابه مقام د هدایت له مخي یې هغه مالیه چي پخوا پرې اخیستل کېده، معاف سوې ده او اوس له دغو لوحو څخه مالیه نه اخیستل کيږي.
خو هغه اشتهاري لوحې چي پر عامه ملکیتونو؛ لکه پیاده‌ رو، ګلدان، سړک او نورو عامه ځایونو کي نصبيږي، د یاد معافیت په حکم کي نه راځي.
کوم کسان چي پر عامه ملکيتونو لکه پياده رو، ګلدان، سړک او نورو عامه ځايونو کي لوحې نصب کوي هغه به د ښاروالۍ د اجازې مطابق اجازه اخلي او هغه ماليه چي د مرکز له لوري ټاکل سوې ده هغه به تحويل کوي وروسته کولای سي خپله اشتهاري لوحه نصب کړي.
نو په لنډه توګه، پر شخصي ملکیت نصب سوې اشتهاري لوحه مالیه نه لري؛ خو پر عامه ملکیت نصب سوې اشتهاري لوحه ماليه لري.
کندهار ښاروالي د مشرتابه مقام د هدایت مطابق د شخصي ملکیت پر لوحو معافیت عملي کړی او پر عامه ملکیتونو کي د اشتهاري لوحو د نصب لپاره یوازي د قانوني اجازې او ټاکل سوي فیس غوښتنه کوي.
هدف دا دی چي د معافیت حکم په خپل اصلي حدودو کي عملي سي او په عین وخت کي د عامه ملکیتونو د استفادې نظم او حقوق هم خوندي پاته سي.
په درنښت
د کندهار ښاروالۍ مطبوعاتي دفتر

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS

د کندهار ښاروالۍ