د کندهار ښاروالۍ د داوطلبۍ اعلان!

Publish Date
Closing Date
کندهار ښاروالي غواړي چي د ۱۴۰۴ مالي کال د عادي بودیجې او تدارکاتي پلان پر اساس، دترانسپورټ مدیریت دمختلفو وسایطو لپاره د پرزه جاتو د چهار چوبي خریدارۍ قرارداد اصولاً ترسره کړي.
علاقمندان کولای سي خپل غوښتنلیکونه د ۱۴۰۴ کال د سرطان میاشتي له ۱۴ نېټې څخه بیا د اسد میاشتي تر ۳ نېټې پوري د تدارکاتو او قراردادونو آمریت اړوند دتهیه او تدارکاتو عمومي مدیریت ته وسپاري. د یادي خریدارۍ شرطپاڼه او ضمایم له یاد مدیریت څخه او هم د کندهار ښاروالۍ له رسمي ویب پاڼي څخه په سافټ شکل ترلاسه کولای سي.
د دې خریدارۍ داوطلبي به د ۱۴۰۴ کال د اسد میاشتي پر ۴ نېټه چي د شنبې ورځ ده، د سهار پر ۱۰ بجې د ټاکل سوي پلاوي په حضور کي دتدارکاتو او قراردادونو په آمریت کي ترسره سي.
یادونه: علاقمندان داوطلبان بايد خپل افرونه د تدارکاتو د قانون، کړنلاري او په شرطپاڼه کي له شرايطو سره سم ترتيب او په سرتړلي توګه يې د داوطلبۍ د مجلس په ورځ او ټاکل سوي وخت وتعين سوي پلاوي ته تسليم کړي. هغه افرونه چي ناوخته ورسيږي د منلو وړنه دي.
د نورو معلوماتو لپاره د تماس شميرې:
۰۷۰۷۹۷۰۷۶۰/ ۰۷۰۴۷۰۷۱۶۰