په کندهار ښار کي پر ۳۲ رغنيزو پروژو کار روان دئ

د کندهار ښاروالی د ښار په بيلابيلو برخو کي يې ۳۲ رغنيزي پروژې پيل کړي، چي پکښي ګڼو کسانو ته د کار زمېنه برابره سوې ده.
 
د ښاروالۍ رياست مرستیال محمد نسیم رضايي وايي د احمدشاهي جادې اړوند ملحقاتو جوړول، د حبيبي واټ پراخول، د مخابراتو او توپخانې تر منځ د سړک ايستل او په اساسي ډول جوړول، د ښار په بيلابيلو ناحيو کي د سړکانو ډامبرول، د پلو لارو جوړول او د زرغون چاپيريال د رامنځ ته کولو ترڅنګ د لمريزي بريښنا په واسطه د ښار روښانه کول هغه لوی پروژې دي، چي د ښار بڼه يې تغير کړې او خلګو ته پکښي د کار کولو زمينه هم برابره سوې ده.
 د کندهار ښاروالۍ مرستيال وايي د رغنيزو او پرمختيايي پروژو ترڅنګ هڅه کوي، چي د ښار دښکلا او سمسورتيا په موخه هم ګڼي پروژې تطبيق کړي.
 نوموړي په اوله او ديارلسمه ناحيه کي د ظاهرشاهي کانال استنادي دېوال جوړول او دواړه طرفونه يې سرسبزه کول، د ډنډ چوک څخه تر سيلو بندر پوري د سړک دواړو غاړو ته د زينتي نالګيو ايښودل د خپلو نوو پلانونو په توګه يادکړل.
 بلخوا د کندهار ښاريان هم د ښاروالۍ د روانو پروژو هرکلي کوي او د ښاروالۍ ریاست دفعالیتونو ستاینه کوي او وايي چی د ښاروالۍ رياست د پخوا په پرتله په ښارکي پرمختیايي کارونه چټک کړي او خلګو ته يي اړین خدمات رسولي.
 د يادوني وړ ده، چي په تیرو دوو کلونو کي د ښاروالۍ د مسولينو لخوا د ښاري ماسټر پلان مطابق ګڼي پروژې تطبيق سوي، چي د ښار بڼه يې تغیر کړې او ښاري ښکلا يې رامنځ ته کړې ده.
 د ښاروالۍ مسولين وايي که ښاريان پر خپل وخت د صفايي ټکس او ماليات تحويل کړي،رغنيزي او پرمختيايي پروژې به لا هم چټکي او ګڼو کسانو ته به پکښي د کار کولو زمينه برابره کړي.