دسیمه ایزو ارګانونودخپلواکي ادارې دښاري حکومتولۍ رییس دکندهارښاروالۍ وروستي پرمختګونه وستایل

دسیمه ایزو ارګانونودخپلواکي ادارې دښاري حکومتولۍ لوی ریس محمد نصیر حمیدي په داسي حال چي یوشمیر نور ملمانه ورسره مله وه اوترڅنګ یي دکندهاردجنوبي ولایتونو ښاروالانو،دمشورتی شورا غړي ،او دکندهارښاروالۍ دښاري حکومتولۍ امریت هم ملتیا درلودل دکندهارښاروالۍ وروستي پرمختګونه وستایل .

هغوي چي دښاروالۍ دمعلوماتي سنټر ترڅنګ یي داړوندو شعباتو څخه لیدنه درلودل دښاري حکومتولۍ امریت وروستي لاسته راوړني ،پلانونه کوم چي دکارونو دښه تنظیم په موخه یي لرل او ښاریانوته دپروخت خدماتو څخه نهایت زیاته مننه وکړه .