د کندهار ښاروالۍ خبرتیا

د کندهار ښاروالی خپل ملکیت د څلورمې ناحیې مربوط د زاړه ګمرک پر ځمکه باندې د احمد شاهي جادي جنوب طرف ته د A بلاک څخه تر محمد افضل خان لودین تر ملکیت پوري د وسایطو نوي غټ پارکینګ د شرطپاڼی مطابق د یوه کال لپاره په اجاره ورکوي . ټول هغه شرکتونه، موسسات او اشخاص چه غواړي په داوطلبۍ کښي ګډون وکړي خپل غوښتنلیکونه دي د ۱۳۹۶ کال د اسد د میاشتی د ۱۹ نیټې څخه بیا د سنبلي د میاشتي تر ۹ نیتې پوري د کندهار ښاروالي د تهیه او تدارکاتو عمومی مدیریت ته وسپاري شرطپاڼه کتلاي سي د اجارې د سرجمع څخه لس فیصده تضمین نقداً اخستل کیږي او داوطلبي د سنبلي د میاشتي پر ۱۳ نیټه د دوشنبي په ورځ د سهار پر ۱۱ بجې د تعین سوی هیئت په حضور کښي صورت نیسي .
د لازیاتو معلوماتو لپاره زموږ سره په لاندی شمیره اړیکه ونیسی.