کندهار ښاروالۍ غواړي د ښار د دریمي ناحیې اړوند د بای پاس سړک ته انکشاف ورکړي

کندهار ښاروالۍ د خپلو روانو پروژو په لړ کي غواړي د ښار د دریمي ناحیې اړوند د بای پاس سړک ته انکشاف ورکړي چي پرهمدې اساس د ښاروالۍ د دریمي ناحیې امریت دخلګو په رضایت او خوښه هغه دکانونه ونړول کوم چي دبای پاس سړک په جوړېدو کي یي ضرورت وو چي باید لیري کړل سي. د دریمي ناحیې امر عبدالقوي خان وایي د محل د اوسېدونکو په خوښه او رضایت یي د دوي ملکیتونه ځکه تخریب کړه کوم چي دسړک اساسي پلان پر پلي کیږي .

د ښاغلي قوي خان په وینا دوی کوښښ کوي چي دخلګو سره په خوښۍ باندي نور هغه دکانونه هم تخریب کړي کوم چي د ښاروالۍ لخوا د رغنیز پلان په مخکي خنډ دي.