د کندهار ښار په لسمه ناحیه کښي د ولسي تړون د یوولسو واحدونو د محل د استازو ټاکني تر سره سوې

د کندهار ښار په لسمه ناحیه کښي د ولسي تړون د یوولسو واحدونو د محل د استازو ټاکني تر سره سوې.

یادې ټاکني چي د کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د آمر اجمل صمیم او د لسمي ناحیې آمر ښاغلي عبدالقادر خان په حضور کښي تر سره سوې، پر مهال یې د ولسي تړون د اساسي او ښه پيليدني په برخه کي د لسمي ناحیې لپاره د شوراګانو څخه وړ او په کار پوه خلګ انتخاب کړه، د محل اوسېدونکو د کندهار ښاروالۍ روان کارونه ښه وارزول او د دې نوي پروګرام څخه یي په ټولو ګډ ملاتړ اعلان کړ.