د کندهار ښاروالي د جنسیت او ځوانانو کمیټه د مرستیال ښاروال تر مشرۍ لاندي جوړه سوه

د کندهارښاروالۍ د مرستیال حاجي محمد نسیم رضایي ترمشرۍ لاندي د سیمه ایزو ارګانونودخپلواکي ادارې د هدایت سره سم دجنسیت او ځوانانو کمیټه جوړه سوه چي پکښي دښاروالۍ دښاري حکومتولۍ دامر ترڅنګ یي سکټوري او تخنیکي امر، د ښاروالۍ دجنسیت او ځوانانو مدیره او د مشورتي شورا غړي هم غړیتوب درلودی.

مرستیال ښاروال حاجي محمد نسیم رضایي وایي کوښښ به وکړي چي ددې کمیټې سره هفتواره غونډي جوړي کړي ترڅو دلته په ښاروالۍ کي دښځوپه برخه کي لاسهولتونه رامنځته سوي وي او هم دښارځوانانو دې ته لاره پیدا کړې وي ترڅو ښاروالۍ ته راسي اودښاروالۍ په تصامیموکښي خپل فعالیت وښي وروسته مرستیال ښاروال وویل چي دجنسیت په برخه کښي به ډیر دقت کوي او په مساوي اندازه به شرایط دکارکولو برابروي او همدارنګه خدماتوته به په لاس رسي کښي هم خپل فعالیت ښي.

 همدارنګه دښاري حکومتولی آمر اجمل صمیم دکمیټي د غړو په استازیتوب ډاډ څرګند کړ چي ددې کمیټې په فعالیت سره به ګډ کارکوي ترڅو په ښه توګه سره یي دښاروالۍ په اموراتوباندي مثبت تاثیر وکړي.