افغان ولسمشر محمد اشرف غني کندهار ولایت ته دخپل سفر پرمهال دکندهارښاروال انجنیر روښان ولسمل دکارونو ستاینه وکړه

افغان ولسمشر محمد اشرف غني کندهار ولایت ته دخپل سفر پرمهال دکندهارښاروال انجنیر روښان ولسمل دکارونو ستاینه وکړه.

افغان ولسمشر چي دولایتونو دارزوني په موخه نن کندهار ته راغلی وو دکندهار دمیشتو ولسونو،او استازو سره یي په یوه پراخه غونډه کښي دیوشمیر سپارښتنوترڅنګ چي محلي ادارې ته یی وکړې اودولسونو ږغ یی واورېدۍ دخپلو خبرو پرمهال یي دکندهار ښاروال کارونه وستایل او دځان او کندهاري اولس ویاړ یي یاد کړ ځکه دښاغلی ولسمشر په وینا کندهار ښاروال دنورو پرمختیایي کارونو اوپروژو ترڅنګ وتوانېدې چي داحمدشاهي جادې لویي پروژې ته امتداد ورکړی او په قول اردو کښي یې تېره کړي چي دهمدې قول اردو یوه برخه به پارک ملي هم سي ددې ترڅنګ د ولسمشر دوینایوه برخه په لاندي ډول وه.


والي صاحب تو مو هدایت دا دی چي ټول هغه رئيسان چي تر درې کاله زیات پر يو ریاست پاته سوي، بايد ایسته کړل سي.

راتلونکو دوو هفتو کي د بشري قواوو له پاره يو کمیسون جوړېږي، زه به يې په رأس کي يم او د معارف ستوزني به حل کړو.

لوی ويالې خلکو ته به شرعي قبالې ورکول کېږي.

کندهار ښاروال صاحب څخه ټول ولس راضي دی، زه هم راضي يم.

د احمدشاه بابا عکس زما په ښې لاس کي دی، د امان الله خان پر میز ناست يم. هر وخت ورته وایم، بابا افرين تا وګټل.

غالب صاحب د برېښنا شرکت نوی رئیس دی، بايد هغه وعدې چي نورو پوره کړي نه دي، بايد پوره کړئ.

کندهار د افغانستان سیاسي زړه دی.

د آزادۍ فصل بشپړ نه دی، کنه دا څلوېښت کاله به موږ په بحران کي نه وای.

زما د الهام منبع میرویس نیکه ده، ټول لوی کندهار يې يوځای کړ.

دا ځل اقتصادي برخي کي واضح طرحي لرو.”