د صوفي صاحب ذکور لېسې د ښاروالۍ کمېټه هم پرانيستل سوه

د کندهار ښار د صوفي صاحب ذکور لېسې د ښاروالۍ کمېټه نن/ سه شنبه د قوس ۲۱مه، رسماً پرانيستل سوه او د کار وسايل ورکړل سول.

له زده کوونکو څخه تشکيل سوې دغه کمېټه ۱۰ تنه غړي لري، چي په رضاکارانه ډول د ښوونځي د چاپېریال د سمسورتيا او پاکوالي له پاره کار کوي.

د کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمر اجمل صميم د دغي کمېټې د پرانيستني پر مهال وويل چي دا کمېټه به د مسلکي زده کړي او کاري تجهيزاتو تر، تر لاسه کولو وروسته له ښوونځي څخه تر کورنۍ پوري د چاپېريال د سمسورتيا او پاکوالي په برخه کي فعاليت کوي.

نوموړي د کمېټې له غړو څخه وغوښتل چي هم خپله د چاپېريال له پاره کار وکړي او هم په دې اړه کليدي پيغامونه تر ټولني پوري ورسوي.

د کندهار د پوهني رياست د ښاري ښوونځيو آمر محمدطاهر ايوبي کندهار ښاروالي وستايله چي د غوره ښاري فرهنګ د ترويج له پاره کار کوي.

ښاغلي ايوبي د کمېټې پر غړو ږغ وکړ چي د خپلو مشرانو هغه آرمانونه پوره کړي چي هغوی يې له دوی څخه د ښه راتلونکي د جوړولو او د ژوند له پاره مناسب چاپېريال په اړه لري.

د کندهار د اطلاعات او فرهنګ رياست د ځوانانو چارو آمر له زده کوونکو، په ځانګړي ډول ځوانانو څخه د ښاروالۍ د کمېټې جوړول ځکه ډېر اغېز لرونکي وبلل چي هغوی د ټولني د نفوس ۶۵٪ برخه جوړوي.

ده زياته کړه: "د هرات او مزار ښار چاپېريال ځکه ډېر پاک، منظم او سمسور دی، چي خلک يې له خپلي ښاروالۍ سره پوره همکاري کوي. زه هيله لرم چي د دې کمېټو له فعالتيا سره زموږ ښار هم د هرات او مزار ښارونو غوندي پاک، سمسور او منظم سي. "

د صوفي صاحب ذکور لېسې ښاروال توريالي اميري وويل چي له ښاروالۍ سره د همکارۍ په اړه د عامه پوهاوي د کموالي له امله ځوانان د ټولني د چاپېريال په پاک ساتلو کي ونډه نه اخلي.

خو ده وويل چي د دوی کمېټه به نه يوازي خپله د خپل ښوونځي، کورنيو او ټولني د چاپېریال په پاک او سمسور ساتلو کي ونډه اخلي، بلکي نور ځوانان به هم دغه ښاري فرهنګ ته هڅوي.

د نوموړي لېسې آمر حمدالله غروال د کندهار ښاروالۍ دغه اقدام وستايه او د ښاري حکومتولۍ آمر ته يې ډاډ ورکړ چي د دوی کمېټه به د ورکړل سوي طرزالعمل مطابق کار وکړي.

د مراسمو په وروستيو کي هغه کاري وسايل هم د ښوونځي ښاروال او نورو مسؤلينو ته ورکړل سول چي د شهر پروګرام په مرسته برابر سوي دي.

کندهار ښاروالي په لومړي پړاو کي په اتو ښوونځيو کي د ښاروالۍ کمېټې جوړوي، چي تر دا مهاله يې شپږو کمېټو خپل کار پيل کړی او پاته ۲ نوري به يې په نژدې راتلونکي کي پرانيستل سي.