دکندهارښاروالۍ سکټوري اوتخنیکي امر دهمږغۍ غونډه جوړه کړه

دکندهار ښار دد ۱۳ ناحیې دګذرونو دوکیلانو سره دهمغږې غونډه ترسره سول

۱۸/ چنګاښ/۱۳۹۸

دکندهار ښار ددیارلسمي ناحیې دګذرونو دوکیلانو سره دهمدې ناحیې په مدیریت کښي دهمغږې غونډه وسول، په یاده غونډه کښي د ښاروالۍ تخنیکي او سکتوري آمر، دولسي تړون پروګرام ولایتي واحد مسئول، دهمکارې موسسې استازو، د دیارلسمي ناحیې امراو دګذرونو وکیلانو ګډون کړي وؤ.

په پیل کښي دګذرونو وکیلانوددوې په سیمه کښي دولسي تړون ملي پروګرام دپلي کیدوڅخه ډیره خوښي وښوده، او وروسته یې ځني پوښتني او پیشنهادونه دولسي تړون پروګرام او ښاروالۍ دمسئولینو سره مطرح کړې.

دولسي تړون ولایتي واحد مسئول دوې ته دولسي تړون پروګرام په خلص ډول تشریح کړ او ددوې پوښتنو ته یې ځوابونه وویل چي د غونډي دګډونوالو د قناعت وړو ګرځیدل.

دښاروالۍ تخنیکي او سکتوري آمر هم دغونډي ګډونوالو ته وویل چی دولسي تړون پروګرام دښاروالۍ اړوند پروګرام دي او دګذرونو دوکیلانو او ناحیې دمدیریت څخه یې وغوښتل ترڅو په یاده ناحیه کښي دپروګرام دلاښه پلي کیدو لپاره همکاري وکړي.