دکند هارښاروالۍ خبرتیا

دکندهارښاروالۍ خبرتیا

کندهار ښاروالي غواړي چي د خپل انکشافي او تدارکاتي پلان پر اساس د دوهمي ناحیې مربوط د بای پاس سړک د قادري سرای د چوک څخه بیا تر نورزو شابرج پوري د دواړو طرفو چرۍ او پیاده رو د جوړولو پروژه عملي کړي ټول هغه شرکتونه ، موسسات چي ددې پروژې د سرته رسولو وړتیا ولري کولای سي چي خپل غوښتنلیکونه د ۱۳۹۸ کال د سرطان د میاشتي د ۲۲ نیټې څخه بیا د اسد د میاشتي تر ۱۲ نیټې د شنبې تر ورځي پوري د کندهار ښاروالۍ د تهیه او تدارکاتو عمومي مدیریت ته وسپاري تضمین رسمآ تحویل او بعدآ د افر فورمې او شرطپاڼه د مسئول کس څخه ترلاسه کړي داوطلبي د اسد د میاشتي پر ‍۱۴ نېټه د دوشنبې په ورځ د سهار پر ۱۱ بجې د تعین سوی هیئت په حضور کښي ترسره کیږي.

د لازیاتو معلوماتو لپاره زموږ سره په لاندي شمېره اړیکه ونیسی.

شمېره:۰۷۰۲۵۲۰۳۸۷