دولسي تړون مدیریتي غونډه جوړه سوه

دولسي تړون دوهمه مدیریتي غونډه دکندهارښاروالۍ دمرستیال حاجي محمد نسیم رضایي  په مشرۍ جوړه سوه چي دولسي تړون دولایتي مسؤل ترڅنګ دیوشمیر سکټوري ریاستونوریسانواودHRDAموسسې مسؤلینوګډون کړی وو په مجلس کښي دولسي تړون پروان حالت اوپروژوباندي خبري وسوې چي له جملي څخه یي په کندهار ښارکی د۳۰۰شوراګانوجوړول،د۳۰۰شوراګانولپاره پرمختیایي پلانونه جوړول،د۲۷۴شوراګانوډیزاین  د۲۰۵شوراګانوپروژې دګذرد ۶۲شوراګانو جوړول د۶۲دګذرشوراګانوپلانونه جوړول،دګذرد۲۵پروژو ډیزاین،دګذرد۱۰روانوپروژو د۱۵ښځینه دګذرپروژو ډیزاین او دګذرښځینه رواني پروژو چي ۲دي خبري وسوې ددې ترڅنګ دیوشمیر سکټوري ریاستونوپرهغه پیشنهاداتو هم خبري وسوې کوم چي اړوندو مسؤلینودولسي تړون دپروګرام په اړوند درلودل اوپه همدې مجلس کي یي غوښتني مطرح سولې ددې ترڅنګ دښار د۱۲او۵ناحیو دخلګو هغه ستونزي کوم چي دولسي تړون دشکایتونوکمیټې ته راجع سوي وه هم خبري وسوې اوپه اړه یي لازم تصمیمونه ونیول سول دکندهار ښاروالۍ مرستیال دمجلس په وروستۍ برخه کی ددې ډول ناستو پر دوام او دمشکلاتو په حل کي دټولو پرومسؤلیتونو خبري وکړي اوغوښتنه یي وکړه چي په هرصورت وي باید په ښه توګه سره دولسي تړون پروګرام روان وساتل سي او هیڅ خنډ پیښ نسي .