کندهارښاروالۍ دلوی اختر لپاره کمیټه جوړه کړه

کندهارښاروالۍ دنېکمرغه لوی اختر لپاره دښاري حکومتولۍ امریت،تنظیف ،ترانسپورت ،سرسبزۍ ،خدماتو ،ساختماني او پلټنی مدیریتونو څخه ځانګړې داماده ګۍ کمیټه جوړه کړه چي داختر په شپو او ورځوکښي به په نوکریوالي توګه کار کوي .

یاده کمیټه چي دکندهار ښاروالۍ دمرستیال حاجي محمد نسیم رضایي تر مشرۍ لاندي جوړه سوه پرمهال یي دنېکمرغه لوی اختر په شپو او ورځوکي دلوی عیدګاه ترڅنګ دښار دپارکونو اوتفریح ځایونو پرپاک ساتلو،دښاردبازارونو پرپاکوالي ،دسرسبزۍ پر ښه پاملرنه چي داهلي څارویو څخه دښار سرسبزۍ باید وساتل سي ،اوکندهارښاریانوته دښه خدمت په موخه پرنوکریوالي ټیمونو ټینګارترڅو په ښه توګه سره وظیفې سرته ورسوي بحث وسو ،دکارونو دښه تنظیم اوپروخت اجراتو ترسره کولو په منظور دناحیوامریتونواو دکمیټې اړوندو امریتونو او مدیریتونوته لازمي سپارښتني هم وسوې .