دکندهارښاروالۍ اړوند ۵ناحیه کي سړک جوړیږي

په پنځمه ناحيه کي د سړک جوړولو کار جريان لري

کندهار ښار پنج (شنبه/ ۱۷، زمری، ۹۸):

د کندهار ښار د پنځمي ناحيې د بست کلا ګذر اړوند په حاجي عزيز سيمه کي د يوه سړک د ډامبرولو کار دوام لري.

دغه سړک ۶۹۶ متره اوږدوالی او ۱۰ متره بر لري او دواړو خواوو ته يې ۶۰ سانتي متره چرۍ او دوه – دوه متره پياده روونه جوړېږي.

د دې پروژې ساختماني چاري خراسان هلمند ساختماني شرکت پر مخ وړي، ۱۰ مليونه او ۴ سوه زره افغانۍ لګښت پر راځي، چي د ولسي تړون پروګرام له خوا ورکول کېږي.

کندهار ښاروالي باور لري چي د دې پروژې له پلي کېدو سره به د حاجي عزيز سيمه کي چاپېريالي ککړتيا کمه او ټرانسپورټي آسانتيا رامنځ ته سي.

په دې پروژه کي محلي ولسونو هم ونډه ورکړې ده.