د احمدشاهي جادې د روښانه کولو پروژه رسماً پيل سوه

د احمدشاهي جادې د روښانه کولو پروژه رسماً پيل سوه

 

کندهار ښاروالي د کندهار ښار د شهيد احمدولي خان له څلورلاري څخه تر سردار مدد خان څلورلاري پوري د ۷۴۰۰ متره اوږدوالي لرونکي احمدشاهي جادې د روښانه کولو په موخه ۲۶۰ پايې سولر خادې نصبوي، چي د ۸۰ کيلو واټه برېښنا د توليد ظرفيت به ولري.

پر دغه پروژه ۴۸۶۴۶۰ امريکايي ډالر لګښت راځي، چي ۴۰۰۰۰۰ يې د ملګرو ملتونو يو اېن هبيتات او ۸۶۴۶۰ يې د کندهار ښاروالۍ له خوا ورکول کېږي.

کندهار والي حيات الله حيات او کندهار ښاروال انجنير محمد رفيع حيات نن/ سه شنبه (۱۸، چنګاښ، ۱۳۹۸) دغه پروژه رسماً پرانيستله.

کندهار ښاروال وويل، د دغي پروژې له لاري درې سب سټېشنونه هم جوړېږي، چي د خادو د روښانه کولو تر څنګ به د احمدشاهي جادې د ګلدان اوبولو له پاره هم برېښنا توليدوي.