په کندهار کي دمهمو ولایتونو په نومونو مهم واټونه ونومول سول

په کندهار کي هیواد د مشهورو ولایتونو په نامه واټونه ونومول سوه
===
د سې شنبې په ورځ کندهار والي حیات الله حیات، ملي سوداګر محمود کرزی، د ولایتي شورا رئيس، یو شمیر نورو ملي پانګوالو او مسؤلینو د کندهار په عینومینه ښارګوټي کي پنځه واټونه د ننګرهار، بامیان، پکتیا، بدخشان او بلخ دروازو په نومولو سره پرانیستل.

کندهار والي حیات الله حیات د یادو واټونو تر پرانیستني وروسته رسنیو ته وویل: د دې واټونو په پرانیستلو سره موږ غواړو د ملي وحدت او یووالي پیغام خپور کړو او د ټول افغانستان ولسونو ته اطمینان ورکوو، چي کندهار د امن، سولي، ورورولي او اتفاق کور دي او دوی کولاي سي د سیاحت، تجارتي اړیکو د پیاوړتیا او کلتوري ناستو د پراختیا په موخه هر وخت کندهار ته راسي.

ښاغلي حیات زیاته کړه کندهار د افغانستان سیاسي زړه او د ټولو ولسونو ګډ کور دي او موږ پدې اقدام سره د نورو ولایتونو سره په بیلابیلو برخو کي اړیکو پراخولو ته هوډ لرو، تر څو د پرمختللي افغانستان لپاره هڅي لا پیاوړي سي.

باید وویل سي، چي تر دې وړاندي هم په کندهار کي د کابل او هرات دروازو په نامه واټونه موجود دي او د ښار په زړه کي موقیعت لري.