کندهارښاروال

ښاروال: د کندهار ښار کنډ او کپر سړکونه جوړو
په دې وروستیو کي د کندهار ښار ډېر سړکونه د ټيټ کیفيت او په لویو موټرو کي د زیات وزن له امله کنډ او کپر سوي،چي د ترافيکي بې نظمیو تر څنګ يې ګڼي نوري ستونزي هم را منځ ته کړي دي.
اوس تازه د کندهار ښاروال انجینر محمد رفیع حیات وايي،چي ډېر ژر به دا کنډ او کپر سړکونه بیا ورغوي او ترڅنګ به يې د حبیبی واټ د سړک د پاته برخی کارونه بشپړ سی.
ښاغلی حیات وايي د کندهار د جنوبی او شمالی بای پاس د جوړېدو چاری به هم بیا پيل کړی.
بايد وويل سي،چي د بای پاسونو د نه جوړېدو له امله هره ورځ لوی موټرونه،چي زیات وزن يې بار کړي وي د ښار په پاخه سړکونو تګ راتګ کوي،چي د سړکونو د خرابوالي په څنګ يې ښاریان هم له ستونزو سره مخ کړي دي.