کندهارښاروالي دعلامه حبیبي واټ دسړک قیریزي چاري راپیل کړې

د علامه حبيبي واټ د پاته برخي قيرريزي پيل سوه

شنبه/ ۲۴/ سنبله/ ۹۸:

د کندهار ښار د اولي ناحيې د علامه حبيبي واټ د شرق خوا د پاته سړک کار نن/ شنبه پيل سو، چي تر سبا پوري به بشپړ او ګټي اخيستني ته چمتو سي.

کندهار ښاروال انجنير محمد رفيع حيات د قيرريزي د پرانيستني پر مهال وويل چي د دغه سړک د جوړولو کار د ښاري اوبو رسولو او کاناليزاسيون شرکت د اوبو د پايپونو او د افغان ټيليکام مخابراتي شرکت د مخابراتي مزو د غځولو له امله ځنډېدلی و.

کندهار ښاروال د دغه ځنډ له امله له ټولو کندهار ښاريانو څخه بخښنه غواړي، ځکه چي هغوی يې له ستونزو سره مخ کړي وو.

ښاغلي حيات وويل، کندهار ښاروالي د دغه سړک پر پخولو له خپلي انکشافي بودجې څخه ۲۲ مليونه افغانۍ لګولي دي.

د دغه سړک بر اوس ۴۰ متره سو، چي له برکته به يې د ښار په دغه مهمه سيمه کي ترافيکي ازدحام او د دغه ازدحام له امله رامنځ ته کېدونکې چاپېريالي ککړتيا کمه سي.