دکندهار ښاروالۍ خبرتیا

دکندهارښاروالي خبرتیا !
کندهار ښاروالي دخپل انکشافي پلان او بودیجې پراساس ددوهمي ناحیې مربوط دبای پاس سړک قادري سرای دچوک څخه تر نورزو شابرج پوري دسړک خامه کاري چي اوږدوالي یي ۹۲۰متره او سط عرض یي ۱۰،۵متره دی درسمی طی مراحلو څخه وروسته دماکوافغان ساختماني شرکت دریس محترم فدامحمد سره قراردادعقد سوی دی که هرڅوک دنوموړي شرکت دریس سره حقوقي اویابله کومه ستونزه ولري کولای سي چي دتاریخ ۱۳۹۸-۷-۷الی ۱۳۹۸-۷-۱۳پوري دکندهار ښاروالي دتهیه اوتدارکاتوعمومي مدیریت ته تشریف راوړي او خپل اړونده اسنادونه دي حاضر کړی ترڅو په اړه یي وروستي اجرات صورت ونیسي .
دلازیاتومعلوماتولپاره زموږ سره په دې شمیره اړیکه ونیسی.
شمیره - ۰۷۰۲۰۲۵۳۸۷