کندهار ښاروال په نهمه ناحيه کي د يوې پروژې کار رسماً پرانيست کندهار ښاروال انجنير محمد رفيع حيات نن/ دوشنبه ۹۸،۶،۱۵ د کندهار ښار په نهمه ناحيه کي د ولسي تړون د يوې پروژې کار د پټۍ په پرې کولو سره رسماً افتتاح کړ. د زاهد ګذر د دې پروژې له لاري د منان دواخا

کندهار ښاروال په نهمه ناحيه کي د يوې پروژې کار رسماً پرانيست
کندهار ښاروال انجنير محمد رفيع حيات نن/ دوشنبه ۹۸،۶،۱۵ د کندهار ښار په نهمه ناحيه کي د ولسي تړون د يوې پروژې کار د پټۍ په پرې کولو سره رسماً افتتاح کړ.
د زاهد ګذر د دې پروژې له لاري د منان دواخانې سړک، چي ۵۴۰ متره اوږدوالی او ۱۱ متره بر لري او دغه راز د منان دواخانې او هلال چوک تر سړک پورې غځېدلی بل سړک، چي ۷۵۰ متره اوږدوالی او ۹ متره بر لري، په اساسي ډول قيرريزي کېږي. د دې پروژې له لاري يوه چرۍ هم جوړېږي چي يو متر بر او ۴۳۴ متره اوږدوالی لري. د دې پروژې له برکته ۸۷۷ کاري ورځي ايجادېږي او له ګټو يې نهه زره يو سل او دوه شپېته کسان برخمني کېږي. پر دې پروژه چي د الياس ويس ساختماني شرکت له خوا عملي کېږي، ۱۲ مليونه او ۶۰ زره افغانۍ لګښت راځي، چي د ولسي تړون پروګرام له خوا ورکول کېږي.
کندهار ښاروال انجنير محمد رفيع حيات د دغي پروژې د افتتاح پر مهال د زاهد ګذر پرمختيايي شورا له غړو او د پروژې پلي کوونکي شرکت له مسؤلينو وغوښتل چي د کار کميت او کيفيت ته جدي پاملرنه وکړي. کندهار ښاروال ضمناً د سيمي د خلکو هغه غوښتني هم واورېدلې چي د ښاروالي د خدماتو اړوند يې لرلې.