دکندهارښاروالي اړوند دشپږمي ناحیې ددوهم ګذر(لېمه) دشورا لپاره دسړک دقیریزي ،چرۍ اوسلبونودپروژې دقرارداد داوطلبي ترسره سوه دسړک طول یااوږدوالي ۱۱۵۱متره اوعرض یي ۸متره دی دچرۍ اندازه یي ۱۴۱۲متره اوږدوالي او ۰،۹متره بر او ۱۲۲۰متره اوږدوالي په ۰،۷متره بروالي

دکندهارښاروالي اړوند دشپږمي ناحیې ددوهم ګذر(لېمه) دشورا لپاره دسړک دقیریزي ،چرۍ اوسلبونودپروژې دقرارداد داوطلبي ترسره سوه

دسړک طول یااوږدوالي ۱۱۵۱متره اوعرض یي ۸متره دی دچرۍ اندازه یي ۱۴۱۲متره اوږدوالي او ۰،۹متره بر او ۱۲۲۰متره اوږدوالي په ۰،۷متره بروالي کي اوهمدارنګه ۲۴۰عدده سلبونه جوړ اوپرايښول کیږي دقرارداد لپاره څلورو ساختماني شرکتونو افرونه ترلاسه کړي وه چي نماینده ګانویي په همدې داوطلبي کي ګډون درلودی حمید حکمت انجنیري ساختماني شرکت،امین الله رګرېشن ساختماني شرکت ،خراسان هلمند ساختماني او ودانیز شرکت او السیف های وې ساختماني شرکت ګډون کړي وو.

ترشفافي داوطلبۍ وروسته حمید حکمت انجنیري ساختماني شرکت په مبلغ ۱۰۸۹۹۹۶۱لس میلونه اته سوه نه نیوي زره نه سوه یوشپېته افغانۍ دپروژې ګټونکي اعلان سو اوقرارداد دشپږمي ناحیې ددوهم لېمه ګذر دریس لخوا ورسره لاسلیک سو دهمدې داوطلبۍ په جریان کي دشپږمي ناحیې ددوهم لېمه ګذر خزانه دار اودریو بانګي غړو هم ګډون درلود .