کندهارښاروالي دمراقبت مدیریت لپاره نوی مېکانیزم جوړوي

کندهار ښاروالي د مارکېټونو د تنظيم له پاره مېکانيزم جوړوي

کندهار ښاروال انجنير محمد رفيع حيات نن/ دوشنبه (۹۸،۸،۶) د کندهار ښاروالي د مارکېټونو د تنظيم (د مراقبت او تفتيش) مديريت مسؤلينو ته سپارښتنه وکړه چي د مارکېټونو د تنظيم له پاره پر نوي مېکانيزم کار وکړي.

ښاغلي حيات وويل، داسي مېکانيزم چي د کندهار ښار د ټولو اصنافو، په ځانګړي ډول نانوايي ګانو، حمامونو، سلمانيو، قصابيو او نورو صفائي او کيفيت تضمين سي، تر څو د کندهار ښاريانو عامه روغتيا تأمين سي. ښاروال د مارکېټونو د تنظيم نوي مدير عزيزاحمد او د هغه کاري ټيم ته سپارښتنه وکړه چي په ښاري مارکېټونو کي د توکو د کيفيت کتلو پر مهال له پلورونکو سره ښه چلند وکړي، له هغوی سره تفاهم وکړي او دا ذهنيت ورکړي چي داسي توکي و نه پلوري چي د ښاريانو روغتيا له ګواښ سره مخ کوي. کندهار ښاروال دا هم وويل چي پر پلورونکو بايد اقتصادي بار وا نه چول سي، بلکي تر ممکنه حده له تفاهم څخه کار واخيستل سي.

کندهار ښاروال د کندهار ښار د مارکېټ په ځانګړي ډول قصابيو، حمامونو، نانوايي ګانو او سلمانيو وضعيت د اندېښنې او نه منلو وړ وباله او ويې ويل چي د نوي مېکانيزم له لاري به يې د اساسي اصلاح هڅي وکړي. کندهار ښاروال دا هم وويل چي نوی مېکانيزم به دا هم په ډاګه کړي چي ښاروالي بايد کوم توکي چي کيفيت يې سم نه وي او يا تر وخت تېر وي، ضبط کړي. ښاروال د ښاري مارکېټ د تنظيم تر څنګ د ښاريانو رضايت ساتنه هم اړينه وبلله او اړوند مسؤلينو ته يې سپارښتنه وکړه چي د خپلو دردېدلو او ځورېدلو ښاريانو د زخمونو ملهم وګرځي او له خپل موقف څخه ناسمه استفاده و نه کړي. نوموړي زياته کړه: ((کله چي تاسي د څارني له پاره د يو چا دوکان ته ورځئ، هغه بايد ستاسي له ورتګ سره وېره احساس نه کړي، بلکي دا احساس وکړي چي دا زما د ښار مسؤلين دي، زما او زما د ښاريانو د ژوند، روغتيا او اقتصاد د خوندي کولو له پاره راغلي دي.))

د غونډي په وروستيو کي د مارکېټونو د تنظيم مسؤلينو کندهار ښاروال ته ډاډ ورکړ چي ښاري ژوند ته د ودي ورکولو، له کيفي پلوه د مارکېټ د تنظيم او د ښاريانو د هوسايني په موخه به مارکېټ څاري او د لائحې مطابق به اجراات کوي.