کندهار ښاروال ددولسمي ناحیې له خلګو سره وکتل

کندهار ښاروال: د دوولسمي ناحيې لومړني ضرورتونه رفع کوو

کندهار ښاروال نن/ سه شنبه (۹۸،۸،۲۲) د کندهار ښار د دوولسمي ناحيې د خلکو له استازو سره د هغوی د ستونزو او غوښتنو په اړه وکتل. د کتني پر مهال د خلکو استازو د خلکو ستونزي او غوښتني له کندهار ښاروال سره شريکي کړې او کندهار ښاروال د هغوی د هري اړتيا او غوښتني په اړه وضاحت او ځواب ورکړ.

 

د ملکيت د سندونو ورکړه:

د خلکو د استازو يوه غوښتنه دا وه چي په دوولسمه ناحيه کي دي د ملکيت د سندونو ورکړه پيل سي او يوه مناسبه بيه دي ورته وټاکل سي. کندهار ښاروال انجنير رفيع حيات ورته وويل چي د دوولسمي او نهمي ناحيو سروې پيل سوې، چي له بشپړېدو سره به يې د دواړو ناحيو خلکو ته په ډېر مناسب قيمت د ملکيت د سندونو ورکړه پيل سي.

 

د ظاهرشاهي کانال د حريم تخليه:

د دوولسمي ناحيې د خلکو بل وړانديز دا و چي د دې ناحيې په مربوطاتو کي د ظاهرشاهي کانال حريم دي تخليه کړل سي، تر څو د اوبو مخ ايله سي. کندهار ښاروال ورته وويل چي د پلانګذارۍ عمومي مدير ته به دنده ورکړي چي ساحه له نژدې وګوري او په اړه يې ده ته معلومات ورکړي، تر څو بعدي تصميم ونيول سي.

 

د عربو کلا لېسې د مځکي تصفيه کول:

د خلکو بله غوښتنه دا وه چي د عربو کلا لېسې مځکه دي چي اوس خلکو کورونه پر جوړ کړي، تخليه کړل سي، تر څو د نوموړي ښوونځي له پاره نور تعميرات هم جوړ او د ډېرو کوچنيانو له پاره د زده کړي چاپېريال برابر سي. کندهار ښاروال انجنير محمد رفيع حيات ورته وويل چي له ولايت مقام سره په ګډه يې د دې ستونزي د هوارولو له پاره اقدامات پيل کړي، چي تمه ده ډېر ژر پايله ورکړي.

 

پر عمومي جاده د اوبو راتګ:

د خلکو بله غوښتنه دا وه چي د لويي ويالې د عمومي جادې پر سړک اوبه راځي او د تخريب لامل يې ګرځي، ښاروالي يې بايد مسير جوړ کړي. ښاغلي حيات ورته وويل چي د پلانګذارۍ مدير ته به دنده ورکړي چي د ستونزي د بنسټيز هواري له پاره تابيا ونيسي.

 

په ۱۲مه ناحيه کي د کثافاتدانيو زياتول:

د دوولسمي ناحيې د خلکو بل وړانديز دا و چي د دغي ناحيې په مربوطاتو کي دي فلزي کثافاتدانۍ زياتي کړل سي. کندهار ښاروال وويل چي سږ کال يې ۱۰۰ کثافاتدانۍ جوړي کړي او راتلونکي کال کي ۱۰۰ نوري جوړوي. هغه وويل، هڅه کوي چي د لومړني ضرورت د رفع کېدو په خاطر يو څو کثافاتدانۍ په ۱۲مه ناحيه کي هم کښېږدي.

 

د پاکو اوبو د شبکې ستونزه:

د دوولسمي ناحيې د خلکو بله غوښتنه له کندهار ښاروال څخه دا وه چي د دې ناحيې خلکو ته دي د څښاک اوبه برابري کړي. کندهار ښاروال وويل، که څه هم د څښاک اوبو رسولو خدمات په ښاروالي پوري اړه نه لري، خو ده د کندهار د اوبو رسولو او کاناليزاسيون رياست ته په ۱۲مه ناحيه کي په وړيا ډول مځکه ورکړې چي د اوبو شبکه پر جوړه کړي.

 

د کاناليزاسيون ستونزه:

د دوولسمي ناحيې خلکو له کندهار ښاروال سره د کاناليزاسيون مسئله هم مطرح کړه. کندهار ښاروال وويل، که څه هم ښاري خلکو ته د پاکو اوبو رسول او د ناپاکو اوبو ايستل د ښاروالي دنده نه ده، خو نړيوال بانک ته يې هر ځل د کندهار ښار دغه اساسي اړتيا په ګوته کړې او ځني غوښتي يې دي چي د هوارولو په برخه کي يې مرسته وکړي.

 

تر خپله وسه د خدمت ژمنه:

کندهار ښاروال انجنير محمد رفيع حيات وويل، مني چي په ښار کي خورا ډېري ستونزي سته چي ښاروالي يې بايد د هوارولو له پاره اقدام وکړي، خو ويې ويل چي امکاناتو ته په پام سره په يو وار ټولو ستونزو ته رسېدګي ستونزمنه ده، ځکه نو هڅه کوي چي په تدريجي ډول ټولو ستونزو ته رسېدګي وکړي. ښاغلي حيات له خلکو وغوښتل چي له خپلي ښاروالي سره همکاري وکړي، څو ښاري خدمات په مؤثره توګه عرضه کړل سي.