د کندهارښاروالۍ د مشورتي شورا غونډه جوړه سوه او پر مهال یي پریولړ مهمو موضوعاتو خبري او فیصلې وسوې

غونډه چي دکندهار ښاروال اودمشورتي شورا دریس په مشرۍ جوړه سوه دمرستیال ښاروال حاجي محمد نسیم رضایي ترڅنګ دمشورتي شورا مرستیال حاجي محمد حق خطیب او ټولو دشورا غړو ګډون کړی وو او پرمهال یې لاندي تصامیم ونیول.

لومړی کندهار ښاروال انجنیرروښان ولسمل دکندهارښاروالۍلخوا په ښارکښي پر روانوفعالیتونو، نوو پلانونو اولاسته راوړنو مفصل بحت وکړ ښاروال دمشورتي شورا غړوته دنده وسپارل چي دښار په ناحیوکښي دي دروانوپروژو،پلانونو نظارت وکړي اوهم دي دهغه نوو پروګرامونولکه پاک اوزرغون ښار او هم نوي بل پروګرام ولسي تړون کوم چي په ناحیوکښي ترسره کیږي او پرمهال به یې دښار بڼه بدله کړي ټول دمشورتي شورا وکیلان دي دیادو پروګرامونوپه اساسي پلي کولو کي دشوراګانوپه جوړېدو سره خپل مسؤلیت اداکړي ،وروسته کندهارښاروال اودغونډي ګډونوالو دازاد بحث دلاري هغه غوښتني او پیشنهادات مطرح کړه کوم چي یوپه بله مربوط وه دحل په موخه یې ګډ تصمیمونه ونیول.