لنډه کتنه

لنډه کتنه!

دا یو څرګند حقیقت دی چی د نړۍ د تمدن کاروان د بریښنا په څیر د پراختیا او ترقی پر لور درومی؛ یعنی د نړۍ د هیوادنو ولسونه غواړی او تلاش کوي چی په دغه بیسارئ تمدني سیالئ کښی تر نورو ټولنو او ا ولسونو وروسته پاته نسي او هر یو تر خپله وسه پوری ګړندئ ترقي او پرمختګ وکړي.

د نړیوال  تمدن او ترقي د دغه بیسارې پرمختګ اصلی لامل (دلیل) د یوی مشخص مفاهیمې وړ ژبه انتخابول دی ...اوبیا د همدغه مفاهیمې وړ او واحدي ژبی په برکت د علم ، تخنیک او ټکنالوژی ، عالی مدارجو او مقامونو ته ځان رسول دي .

د نړۍ د هیوادنو ولسونه دخپل دغه ټولنیز اتحادی پیاوړتیاپه برکت سره د خپل  ملی اقتصاد دپیاوړتیا لپاره هم هلې ځلې نه دي سپمولي....معنا دا چی دټولنې هر وګړئ د پروخت ټکسونو په اداء کولو، د مالي بډايي او شتمنیو دمالیاتو او سوداګریزومحصول په ورکولو سره ځان مکلف بولی ،ځکه نو خپل ملی اقتصاد دښاروالي له اړخه تقویه کړی وي  ځکه نو داوسنی عالي بریالیتوب سرحدونو ته ځانونه رسولي دي ...او هوډیې کړی دي چې دغه ملي  مسوولیت امر ته نسل په نسل دوام ورکوي .

دکندهار د ښاروالې ویب پاڼه هم دهمدې هیلې په درلودلو سره چې زموږ د ګران هیواد اولسونه، د یوه واحد ملت په توګه  اویا هم د هیواد هریو تن په خپله حصه کې  د ښاري تمدن او ترقی ،پراختیا او پیاوړتیا لپاره په خپل ښار کې یوڅه وکړي ، او د هیواد په نزد ترخپله وسه پورې غاړه خلاصه کړي... په تیره بیا زموږ دځوان نسل  چې د کمپیوټر او انټرنټ د کهکشانونوپه زمانه کښې ژوند کوی ، ستره ملی وجیبه ده چې د خپل ګران هیواد او مخصوصاْ د کندهار ښار د ښاری تمدن ، پراختیا په اړه د ترقی  او پر مختګ مضبوط قدومونه واخلی .

نودادی د کندهار د ښار د ښاری تمدن د لرغړنې او تاریخی بڼې تر عنوان لاندې مو یوډیرلنډ مطلب تاسو قدرمنو مینوالو ،کندهاری ځوانانو دمطالعې لپاره غوره  اوراټول کړئ دئ ؛ هیله ده چې د مطالعې تنده مو په ماته سي .

زموږ د هڅونې مرام او موخه دا ده چې زموږ د ښایسته کندهاراولس  په تیره بیا د کندهار فرهنګ پالونکو ځوانانو لږ تر لږه د ښاری تمدن  دپراختیا او پرمختګ په سیالیوکې ؛ تر کابل جان ، د مزارشریف ، د بامیانو او دهرات  تر ځوانانو شاته پاته نسی .

موږ یقین لرو چې د کندهار ځوانان  د وروستئ دریو لسیزو  د ناورینو  دورو او ناخوالو حالاتو او حوادثو څخه  ډیر شیان   زده کړی  او په دی ښه  پوهیدلی دی چې : د وطن هره دارایی  کوم چي دسیمې په هره لویشته خاوره کښې پرته وی ، هغه ملی شتمنی ده   او ساتنه ، روزنه او پراختیا یې د هر افغان ایمانی او حب الوطني دنده او وجیبه  ده .

یعنې زموږ  دښایسته کندهار اولس ، دخپل ښایسته کندهارښار په آبادی، ترقي ،پاکي او صفایي، سمسورتیا او روښانتیاکې پوره پوره ونډه اخلی ، او د ټولنې نورودوستانو،انډیوالانو او  ګاونډیانو ته هم دغه د ښاري تمدن  فرهنګ  او ژوندکولو طریقه  ؛اصول او لاره  په ښه او نرمه ژبه او په ډیر  ورین تندئ ورزده کوي ، او هغه پوهوی چې دا خو زموږ ښایسته کندهار جان دی  باید له هره بابته پام پرې ولرو او  ویې نازؤ.