خپرونی

 

د کندهارښاروالۍ لخوا د کورونو دپيژندلګلوی لړی پيل سوه

دکندهار ښاروالۍ سره دهمکاري موسيسې رمپ اپ لخوا ورکول کيږي اوټاکل سوي ده چي کندهارښاروالۍ په ښارکښي دکورونو دښه تثبت په موخه د پليټونو لړي پيل کړه .

نيټه : ٢٩ تله ١٣٩٢

کندهار-افغانستان- کندهار ښاروال قاضي محمدعمر((عمر)) چي نن يي دلومړي ناحيې اړوند ديوه کورڅخه دکورونو دښه پيژندلګلوي په موخه د پليټونولړي پيل کړه وويل چي کندهارښاروالۍ په پلان کښي لري چي په ښارکښي دښاريانولپاره دنورو اسانتياو ترڅنګ وکورونوته پليټونه ورکړي ترڅو ښه ادرس يي معلوم وي او هم ښاريانوته اساني جوړه سي ښاروال همداراز وويل چي په ټول ښار کښي به يواويازره او اته سوه (۷۱۸۰۰)کورونوته پليټونه ورکول سي چي درې لکه او اتيازره ډالره مصرف باندي راځي چي ددريو مياشتوپه موده کښي کار پاي ته ورسيږي او کندهارښاروال په دې برخه کښي دښاريانوهمکاري مهيمه وبلل بل خوا کندهارښاريان هم دکندهارښاروالۍ ددې نوي کار ستاينه کوي او وايي که ښاروالۍ تل همداسي دښاريانو لپاره د ژوند لمړني اسانتياوي برابري کړي نو ليري به نه وي چي دښاروالۍ اوښاريانوترمنځ به يوه قوي همکاري رامنځته سوي وي