اړیکی

د ښاروالي رياست ځانګړي اړيکي

 

د ښاروالي رياست وياند او مطبوعاتي څانګي مسئول:

زمری (څرګند):

څرګند په کال ۱۳۷۳ کی دی نړۍ  ته سترګي  پرانیستي، په ۷ کلنۍ  کي  خپلي  لومړنۍ زده کړي  په شهیدعبداللطیف لیسه کي بشپړی کړی او د لیسی دوره یی په سیدجمال الدین افغان لیسه کي  پای ته ورسول. دعالي لیسې څخه تر فراغت وروسته یی دکندهار ښاروالۍ وخالي بستونو ته امتحان ورکړ چي په ډیرو ښو نمرو د کندهار ښاروالۍ د ۵بست لپاره یي هغه فلج سوې مطبوعاتي څانګه بیرته فعاله کړه او په همدې څانګه کي وو چي په څلورکاله کي څو واره ارزیابي سو چي په هره ارزیابي کي یي ډیري ښې نمرې یوړلې، چي بالاخره یي ځان تر څلورم بست او دوهم قدم پوري ورسوۍ  دا چي  څرګند د ښوونځی ترڅنګ د آزادي  مطالعې  سره هم ډیره مینه لري، چی په ډیرشمیر سره یی شعرونه٬ ادبي  لیکني٬ سیاسي  مسایل٬ او ټولینزو موضوعاتو ته انعکاس ورکړی او په بیلابیلو انټرنیټې ویبسایټونو کي یي آثار خپاره سوي. په ۱۳۹۲کال کي په عمومي کانکور کی ګډون وکړ او د همدې پوهنتون د کرهڼي د شپې پوهنځۍ  ته بریالی سو.

 

مدني فعالیتونه:ـ په کاري ساحه کي یي دښار پر مختلیفو موضوعاتو باندي علمي اوکاري سمینارونه ویلي هم دښار او هم دمرکز په سطحه د مدني ټولنو او ځوانانو چارو داستازو سره یي دوامداره مجالس سته او اوس هم خپلي لوړي زده کړي خورا په مینه تعقیبوي او ورځنۍ چاري هم په ډیره لیوالتیا سره مخته وړي .

 

ګرځنده شميره : ۰۷۰۰۳۶۶۵۶۹

۰۷۰۰۳۱۵۷۷۳

۰۷۹۷۹۰۳۶۰۰

 

بريښناليک پته

zmaraysargand@gmail.com

zmaraysargand@yahoo.com

Info@Kandahar-m.gov.af