دلوړو زدکړو مرکزونه

د لوړو زده کړو مرکزونه

په کندهار ولايت کښي ٣ د لوړو زده کړو مرکزونه وجود لري.

١. د کندهار پوهنتون (دولتي)

٢. ميرويس نيکه د لوړو زده کړو موسيسه

٣. ملالي د لوړو زده کړو موسيسه

د پورته دريو د جملي څخه يوازي يو (د کندهار پوهنتون) دولتي دي او پاته دوه نور يي د لوړو زده کړو وزارت په چوکاټ کښي په شخصي ډول فعاليت کوي.

د کندهار دولتي پوهنتون پيژندنه په لاندي ډول ده.

د کندهار پوهنتون

كندهار پوهنتون په (۱۳۶۹ل. = ۱۹۹۰ل.) كال د افغانستان په پخوانۍ پلازمېنه او اوسني ستر سياسي- فرهنګي مركز كندهار كي، د لوړو زده كړو وزارت له خوا تاسيس سو او د هيواد د لويو پوهنتونو په كتار كي ولاړ دئ، چي د هيواد د ټولو ولايتونوڅخه تر (۶۰۰۰) زيات محصلين او څه د پاسه د (۲۰) ولايتونو څخه (۱۶۷) استادان پكښي په زدكړه  او ښوونه لګيا دي. چي  په ترتيب سره د كرهڼي پوهنځي (۱۳۶۹ل.)، طب پوهنځي (۱۳۷۲ل.)، انجينېري پوهنځي (۱۳۷۹ل.)، ښووني او روزني پوهنځي (۱۳۸۲ل.)، شرعياتو پوهنځي (۱۳۸۸ل.)، اقتصاد پوهنځي (۱۳۸۹ل.) او ژورناليزم پوهنځي (۱۳۹۱ل.)، د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي(۱۳۹۲ل.)، عامه ادارې پوهنځي (۱۳۹۲ل.)  پكښي تاسيس او فعاله دي  او د (۱۳۹۳ل.) كال له پاره  د ژبي او  ادبياتو او كمپيوټر   ساينس پوهنځي هم پكښي پيل كېږي .

د پوهنتون له تاسيس   څخه تر اوسه پوري ئې  د هيواد د ځوان نسل د سالمي روزني له پاره په  خورا سختو  امنيتي، سياسي او اقتصادي شرايطو كي خپل كار ته  دوام  ورکړى دئ او تر اوسه پوري ئې د مختلفو پوهنځيو ( طب، انجنېري، کرهڼي او ښووني او روزني )  څخه  په مختلفو  برخو كي فارغين وركړي دي .

کندهار پوهنتون د جنوب لويديځ زون په سطحه د ټولو دولتي او شخصي لوړو زده کړو د مؤسسو د څارني مرکز   دئ. او همدارنګه ئې په (١٣٨٧ل.) کال کي لومړى فليال (څانګه)  په هلمند کي، د کرهڼي پوهنځي پرانستل  او په (١٣٩١ل.) كال  کي  ئې دوهم فليال  په  روزګان  ولايت كي، د ښووني او روزني پوهنځي  پرانستل .

کندهار پوهنتون تر (١٣٨٣ل.) کال پوري د خپلو تدريسي، اداري او ليلې دچارو د پر مخ بيولو له پاره ځانګړى ملکيت يا مځكه  نه درلوده او د کندهار ولايت مقام  په مرسته ئې، د کندهار ښار په مختلفو دولتي ودانيو کي خپلي تدريسي چاري پر مخ وړلې، تر څو چي  په (۱۳۸۳ ل.) کال کي ئې اوسنۍ ساحې ته، چي د کندهار ښار په شمالي خوا، نهمه ناحيه کي د لويي ويالې پر غاړه  موقعيت لري، را انتقال سو .

اوس مهال کندهار پوهنتون، د افغانستان د کرهڼي، مالدارۍ او تكنالوژۍ د ملي  پوهنتون ترڅنګ، کرهڼيز فارم، کادري روغتون او د عينو مېني د مځکي په شمول ټوله ( ١٣٨٨) هکتاره ملکيت لري.

کندهار پوهنتون کرهڼيز فارم، کادري روغتون، مجهز مرکزي لابراتوار،  عمومي کتابتون، د پوهنځيو او څانګو(ډيپارټيمينټونو) مسلکي کتابتونونه، د هوا پېژندني، کارموندني، معلوماتي تكنالوژۍ او انګليسي ژبې د زده کړي مرکزونه لري .

د يادوني وړ ده چي د کارموندني مرکز (Career Center) د لومړي ځل له پاره د هېواد په سطحه، د کندهار پوهنتون په نوښت، د امريکا د متحده ايالاتو په مالي مرسته جوړ سو. تر څو د پوهنتون د فارغو او برحاله محصلينو سره  د کار په موندلو، كاري ظرفيتونو او مسلكي مهارتونو په لوړولو كي مرسته وكړي او په دې برخه كي ئې په ډېره لږه موده كي ډېري لاسته راوړني لري.

کندهار پوهنتون، د افغانستان د ملي پوهنتونو له جلمې څخه دئ، چي  د هيواد، د (٣٤) ولاياتو محصلين  او  د (٢٧) ولاياتو څخه  استادان او اداري مامورين لري.

كندهار پوهنتون د هيواد په سطحه د لويو دولتي پوهنتونونو او  په نړيواله سطحه د معتبرو  پوهنتونو سره عملي او تخنيكي اړيكي لري . لكه :

د آسيايي تكنالوژۍ انستيوت (AIT) او ماهيدول پوهنتون تايلينډ، مالايا پوهنتون- مالېزيا، ګلف پوهنتون كاناډا،  پوردو پوهنتون او بال سټېټ پوهنتون د امريكا متحده آيالات، هانګ دانګ پوهنتون -  جنوبي كوريا، د بُوخم پوهنتون او د برلين تخنيكي پوهنتون جرمني او  د سيستان بلوچستان پوهنتون او زابل پوهنتون ايران . د دې تر څنګ د نورو مرستندويو ادارو، لكه  :

نړیوال بانګ، په افغانستان كي د امريكا د متحده آيالاتو سفارت، سيډا (CIDA)، د امريكا د متحده آيالاتو مرستندويه اداره (USAID)، (GIZ)، (DAAD) او نورو سره هم اړيكي لري.

کندهار پوهنتون په خپل تشكيل كي تر اوسه پوري (۱۱ )پوهنځي لري، چي د دغو پوهنځيو څخه د ښووني او رزوني، كرهڼي او شرعياتو پوهنځيو كي د شپې څانګي هم فعالي دي :

لېرليد (Vision)

كندهار پوهنتون به د افغانستان او سيمي په سطحه، يو مخكښ پوهنتون وي، چي په تكنالوژۍ، مديريت، طبعي او ټولنيزو علومو كي به د هيواد  د پرمختګ   او د  بېوزلۍ د له منځه وړلو  له پاره  خدمات وړاندي كوي او په كارپوه كادرونه  به روزي .

رسالت (Mission)

كندهار پوهنتون هڅه كوي، چي داسي يو علمي او اكاډيميك چاپيريال جوړ كړي، چي زده كړي، څېړني او ښه حكومتداري ئې په ملي او نړېواله سطحه  منلې او معياري وي

هدف

د پوهنتون  ټول علمي او اداري فعاليتونه  داسي معياري كول، چي پوهنتون وكولاى سي د ژوند او اقتصاد په مختلفو اړخو كي په ښه كيفيت داسي كادرونه وروزي، چي اسلامي ارزښتونو او د هيواد ملي ګټو ته ژمن وي      .

 

ارزښتونه

۱. معياري او مسلكي كيفيت.

۲. د ښو اخلاقو،  اسلامي او انساني اُصولو  او  وطن دوستۍ روحيه .

۳سالم او موثر مديريت   .

۴. په  كارونو او چارو کي شفافيت .

۵. د هر ډول فساد مخنيوي

 

د پورته لوړو زده مرکزونو سربيره په کندهار کښي يو شمير د نيمه لوړو زده کړو مرکزونه هم شتون لري چه د پوهني وزارت په چوکاټ کښي خپل فعاليت په دولتي او شخصي ډول پر مخ بيايي.