تاریخي ځایونه او موزیمونه

 تاريخي ځايونه او موزيمونه

د کندهار لرغوني آبدات

منډيګک:

دا غونډۍ ٣١ متره لوړه ده. په حقيقت کي د غونډۍ دغه لوړوالى د هغو سر پر سر جوړو سوو ودانيو څخه را منځته سوى دئ، چي د زمانې پېښو زرونه کلونه تر مخه په خپل خپل وار نړولي او د غونډۍ شکل يې غوره کړى دئ. دا غونډۍ له دوو زرو کلونو راهيسي متروکه او د ورانۍ په حال کي پرته ده. د منډيګک د لومړنۍ ودانۍ چي عمر يې (٩٠٠٠) کاله کېږي د انسان د لاس ډېري لومړنۍ نخښي لکه، ځيني توږل سوي ډبري او د څارويو تېره سوي هډوکي دي، چي لا نور څه نه دي ځني تر لاسه سوي. خو له دې لومړي پوړ څخه تر پنځلسم پوړ پوري د دې غونډۍ د بېلابېلو اوسېدونکو د ژوند بشپړتيايي ګامونه را څرګندېږي، چي وروستى پوړ يې له ژېړو څخه جوړ سوي لوښي هم لري.

 د اشوکا کتيبه:

د اشوکا کتيبه له هغو لرغونو آثارو څخه ده، چي د کندهار د زاړه ښار له دروازې سره پر يوه لويه ډبره کېندل سوې او په ١٣٣٧ ش کال کي کشف سوې ده. د دې ډبري اوږدوالى (٥٥) او پسور يې (٤٥ ٥٠) سانتي متره دئ.

دا ډبرليک په يوناني او آرامي ليک کښل سوى دئ، چي برنۍ ديارلس کرښي يې په يوناني او لاندنۍ اووه نيمي کرښي يې په آرامي خط ليکل سوي دي. دا ډبرليک هغه وخت کيندل سوى و، چي بودايي دين د (اشوکا) په وسيله د کندهار سيمو ته رسول سوى و او د ليک تاريخ يې (٢٥٠) کاله تر ميلاد وړاندي دئ. د ډبرليک ژبه يوناني او پخوانۍ پښتو (پرثوي) ده.

 چل زينه:

چل زينه د زاړه کندهار شمال ته د غره په ډډه کي يو دالان دئ، چي دغره له بېخه زينې ور ختلي دي. دالان او زينې دواړه د غره په ډبره کي د اوسپني په قلم کيندل سوي دي. پخوا د دالان دواړو خواوو ته د ډبري دوه زمريان هم پراته وه، چي اوس نسته. د پوزې پر سر باندي څارغالى هم و، چي وروسته نور کار پر سوى و.

چل زينه د بابر پاچا د زوى (عسکري ميرزا) لخوا جوړه سوې ده، چي د ودانېدو کار يې په (٩٣٠ هـ ق) کي شروع او په (٩٥٣ هـ ق) کي پاى ته رسېدلى دئ.

د چل زينو د دالان د نستعليق خط د نوشتې او تذهيب کار د ميرمعصوم کندهاري لخوا تر سره سوى دئ.

د زينو يوې او بلي خوا ته کنګرې شاه امان الله خان ور جوړ کړې. دغه په حساب سره پوره دروڅلوېښت زينې دي.

 ارګ:

د ارګ غونډه ماڼۍ د احمدشاه بابا د زمانې ده او د  ده اداري شاهي مرکز و، چي مخي ته يې څلور چمنان درلودل. د ارګ په نامه دغه ماڼۍ د احمدشاهي کندهار شمال ته پرته وه، چي د نونسمي ميلادي پېړۍ تر پايه پوري لا په هماغه لومړني شکل ولاړه وه، خو د ارګ اوسنۍ وداني د سراجي عصر له ودانيو څخه ده، چي د سراج المله والدين اميرحبيب الله خان په حکم د سردار محمدعثمان خان والي په وخت کي جوړه سوې ده. پخوا په دې ودانۍ کي د ولايت پر مقام سربېره د کندهار زياتره دولتي ادارې واقع وې. د ودانۍ شمالي او جنوبي لور ته تعميرونه جوړ سوي وه، چي په منځ کي يې لوى غولى دئ.

 احمدشاهي کلا:

د کندهار احمدشاهي ښار د مستطيل په شکل و او پر شاوخوا باندي يې يوه کلا را تاوه سوې وه. دې کلا شپږ دروازې درلودې (کابل دروازه، ښکارپر دروازه، هرات دروازه، عيدګاه دروازه، توپخانې دروازه او برو دروازه).

دغه هره دروازه له پنډو پنډو تختو څخه جوړه سوې وه او ايربي ايښوول سوي وې.

احمدشاهي کلا پر سل سل متره باندي يو وتلى برج درلود، چي له دغه وتلي برج څخه د کلا دباندي ساحه او د کلا بېخ څارل کېدى. د هر برج پر سر باندي د توپ ويشتلو لپاره يوه خالصه برخه وه او د هرو دوو برجو تر منځ د باران د اوبو د وتلو لپاره پنځه پنځه ناوې جوړي سوي وې.

د کلا وروستى ترميم د امير حبيب الله خان په پاچهۍ کي هغه وخت سر ته ورسېدى، چي سردار محمدعثمان خان د کندهار د نايب الحکومه په توګه د دغه ښار مقتدر واکمن و.

د کندهار مقدس اماکن

د خرقې شريفي زيارت او جامع مسجد:

په کندهار کي د حضرت محمد (ص) د مبارکي خرقي د ٢٥٠ کال  په ياد
د پښتنو په څو تېرو امپرا طوريو کي يوه هم د لوي احمد شا بابا امپراطوري وه ،چه ددې امپراطورى شغلې د ايران ختيځو سيمو څخه نيولې بيا تر هنده پوري لګېدلي وې .
احمد شا بابا د هرات د حکمران زمان خان زوى چه په خټه ابدالي سدوزى په ١١٣٥هـ س کال کي د زرغوني نومي مېرمني څخه چه په خټه الکوزى وه وزېږېدى .
احمد شا باباد خپل عمر پنځه ويشت پسرلي تېر کړى وه چه د ١٧٤٧م کال د اکتوبر په مياشت کي د اوسني کرز د شېرسرخ  په هغه لويه جرګه کي د پا چا په توګه و ټاکل سوه چه د قومي ترکيب لمخي جوړه سوې وه.
سره له دې چه احمد شا بابا د سن لمخي ډېر کشر ؤ خو دخپل سلطنت پر مهال يي افغانستان ته ډير خدمتونه کړې دي اوډېر لوى لوى وياړونه يي ور په برخه کړې دي ،چه ددې وياړو د جملي څخه يو هم زموږد ستر محبوب پيغمبر حضرت محمد (ص)مبارکه مرقع يا خرقه شريفه کندهار ته راوړل ده چه سږ کال يي د ١٣٨٩ل د سلواغې ٢٣ د شنبې ورځ چه د ١٤٣٢ هـ س کال د لومړى خور (ربيع الاول )له نهمي او د ٢٠١١ م کال د فبرورى د ١٢ سره سمون خور  ٢٥٠ کاله پوره کيږي .
البته د کندهار ځني خلګ خرقې شريفي ته خلقه شريفه وايي دا چه ولي دوى دغه کلمه د اصلي کلمې څخه بل ډول تلفظ کوي دا بله موضوع ده،خو بهرنيان دغې خرقې شريفي ته خرقه ،چوخه،جبه ،او مرقع وايي چه دهر لغات څېړنه لاندي په لنډ ډول راوړم

١خرقه: په پښتو سيند کي د خرقې معنى چپنه يا يو ډول پوښاک چه پر کالو سربېره اغوستل کيږي راغلى دى .
٢
چوخه: په اردو فيروز الغات نومي سيند کي د چوخې معنى‌ يو ډول پرانيستى کوټ دى چه لستوڼي نلري راغلي دي .
٣
جبه: په پښتو تشريحي سيند کي د يوډول پشمي يا وړينه چپنې په معنى راغلي ده.

٤مرقع: غياث الغات وايي چه خرقه د زير په تلفظ او درلودلو سره څيري او ګنډلي جامې ته وايي په فرهنګ البسه مسلمانان نومي اثر کي بيا راغلي دي چه مرقع يوډول جامې دي چه په ختيځ کي يې زياتره فقيران او صوفيان اغوندي .
وړاندي تر دې چه د خرقې شريفي تاريخي بهير ته راسم ،اړين بولم چه د مبارکي خرقي پر جوړښت هم څه ووايم.

د هېواد نامتو مورخ او د حسن خط خاوند خداى بخښلى عزيز الدين وکيلي يو ځاى ليکلي :خرقه شريفه يو پنډه وړېنه جامه ده چه اصطلاحاً يې وړينه قاقمه بللې ده ،دواړه مبارک لستوڼې يي د لمنې تر اوږدوالي لنډ دي ،د اوښ دخالي وړيو څخه جوړه شوې ده ،رنګ يې اسماني غوندي دى او ځانګړې ځلاء او شغله لري او د انسان د قد (ونې)په تناسب لنډه ښکاري،ايستر نلري او د لمنې څنډو ته يي هم بل ټوکر (سنجاف)نه دى ورکړل سوى دمخ دوه پېشه يي لږ څه شوړېدلي دي او په وړېن تار ګنډل سوې ده .

کندهار ته د خرقي شريفي راوړل :

په تاريخونو کي راغلي دي چه د کندهار په ښار کي دغه اوسنى خرقه شريفه د حضرت محمد (ص) د رحلت څخه وروسته د هغه د وصيت سره سم د يم اوسېدونکي اويس قرني ته ورکړل سوه .
زموږ ګران پېغمبر تر رحلت دمخه حضرت علي(رض) او حضرت عمر فاروق (رض) ته وصيت وکئ او ورته ويې ويل چه دا خرقه به زما تر مرګ وروسته په يمن کي هغه شپون ته ورکئ چه نوم يي اويس قرني دى او د قرن د ښار اوسېدونکى دى ،او پر ما باندي يې نادېده ايمان راوړى او مين سوى دى .
د حضرت محمد (ص) د وفات سره سم حضرت علي(رض) او حضرت عمر فاروق(رض)دا مبارکه خرقه يمن ته يو وړه او په يمن کي يې هغه ځوان پيدا کړچه حضرت محمد (ص) ورښودلى ؤحضرت علي (رض)اوش حضرت عمر فاروق (رض) پر اويس قرني باندي زېرى وکئ او ورته وېې ويل :
موږ دواړه راغلي يوه چه د خپل محبوب نبي وصيت پر ځاى کړو او دادى د هغه د وصيت سره سم دا سپېڅلې خرقه تاته سپارو اويس قرني چه دا خبره واورېده نو ېې ورته وويل اې حضرت علي(رض)او حضرت عمر(رض) دا به يې زه نه يم در ښودلى دا به ېې بل اويس در ښودلى وي  حضرت علي (رض)ورته وويل ته اويس يي را ښودلئ يې چه په قرن کي اوسيږي او پسونه پيايې ، دا خبره چه اويس قرني واورېده ،ډېر خوشحاله سوه او خپل خداى (ج) ته پر سجده سو ،او ژر ېې دوره رقعته د شکرانې نفل يي اداکړه ،وروسته يي دا مبارکه خرقه واغوستل او د ژروند تر پايه پوري ورسره وه.
په کندهار کي د ځينو فولکلوريکو خلکو په خبره  چه اويس قرني په خپل ټول ژوند کي دا خرقه مبارکه پر مځکه نه ده ايښې او نه يې د ځانه څخه ليري کړېده ،خو بالاخره داسي يو وخت راغلى چه اويس قرني د معاويه په وړاندي د حضرت علي (رض) په ملاتړ په يوه جکړه کي په يوه قول په ٣٢ هـ س په بل قول په ٣٧ هـ س کال کي شهيد کړل سو .
خو خرقه مطهره د مکي معظمې په حراء غار کي ساتل کېده چه وروسته د شېخ دوست محمد په لاس بغداد ته يووړل سوه او د ېلدام بايزيد بن سلطان بن مراد بن سلطان خان بن سلطان قراعثمانلو تر واکمنى پوري په بغداد کي پرته وه ،او وروسته د ګوډ تېمور په امر د بغداد څخه سمر قند ته وليږل سوه .
په ١٠٢٤ هـ س کال کي د ختيځ ترکستان واکمن ابو سعيد او غلان وغوښته چه دا سپېڅلې خرقه د محمد حبيب او شيخ محمد نياز په لاس د ثمر قند څخه چيني ترکستان ته يوسي خو پر دغه مهال دا مبارکه خرقه د شيخ اقا محمد او شيخ نظر محمد په واسطه بلخ ته راوړل سوه .
خو ارواښاد علامه رشاد (رح) بيا وايي چه خرقه شريفه بلخ ته تر راوړو دمخه دا مبارکه خرقه په بخارا کي پرته وه او د خپلې دې ادعا د باره د امير البحر سيد علي او خواجه بهاوالدين حسن بخاري نثاري روايتونه رواړي .

ارواښاد عزيز الدين وکيلي دکندهار خرقې شريفي تاريخچه نومي اثر کي کاږي:

په ١١٠٩ هـ س کال کي دو کسانو شيخ محمد ضياء او شيخ نياز غوښتل چه دا مبارکه خرقه د بدخشان او چترال د لاري هندوستان ته يو سي خو کم وخت چه د بدخشان حاکم مير يار بېګ په دې طوطيه خبر سو ،نو پردې مبارکي خرقي باندي يي خپل سپاره (پهره داران)وګمارل تر څو دا سپېڅلى امانت راوګرځوي او د جوزګون(ګوزګون)په کلا کي يې خوندي کړه ،پس ددغي ورځي راهيسي ددې کلا نوم فيض اباد سو چه اوس د فيض اباد د ښار په نامه ياديږي ،چه د بدخشان ولايت مرکز دى .
د تاريخ سلطاني مولف
  سلطان محمد خان خالص بيا وايي :کله چه دا مطهره خرقه کندهار ته راوړل کېده په وروستى شپه ددې مبارکي خرقې سوندخ داوزبکو متوليانو لخوا خلاص کړل سو،او د خرقي شريفي د اوږو تر منځ د نبي عليه السلام مهر د نوموړو متوليانو لخوا غلاء کړل سوو.(وګ:تاريخ سلطاني ١٤٤-١٤٥مخ))

څنګه چه د احمد شا بابا په دوران کي د بخارا حکمران شامراد بې د افغانستان په شمالي سيمو کي دخرقي شريفي په توسط د احمد شابابا پر ضد ياغيان پارول ،نو بالاخره لوي احمد شابابا په ١١٨١ هـ س کال خپل لوى وزير شاولي خان د شپږو زرو سپرو سره د کندهار څخه بلخ او بدخشان ته وليږل او لوى احمد شابابا حکم وکى څو دا مطهره خرقه د هېواد سياسي مرکز اشرالبلاد کندهار ته راوړي هغه ؤ چه خرقه شريفه په ١١٤٧ل کال په دوبي کي چهد ١١٨٢ هـ س سره سمون خوري د بدخشان څخه و کندهار ته راوړل سوه ، دا مبارکه خرقه د فيض اباد څخه و کندهار ته په ٣٠ ورځو کي راوړه او پر لاري څو ځايه تم سوه ،چه لومړى تم ځاى يي د اوسني کابل په ده افغانان کي د مســـــــــجدي خان په سراى کي ؤ،کم وخت چه دا مبارکه خرقه د هغه ځاى څخه پورته کړل سوه نو خلګو په هغه ســــــــراى کي چه خــــــــرقه شريفه پر ايښــــــودل سوې وه يو دېوال را وګرځاوه اول عليحضرت تيمور شابابا يې و بغل ته يو څا هم وکيندى چه زيارت يي تر اوسه پوري هم هلته سته .
کندهار ته د خرقي شريفي د راوړلو په دوران کي چه به پرتم ځاى تم سول نو به يي  هغه اوښ چا مبارکه خرقه پر راوړل سوې وه ازاد کړى او يو ليک به يي وليکي چه (( پر دې اوښ باندي د رسول اکرم(ص) خرقه شريفه راوړل سوې ده هيڅ دا حق نلري چه پر دا اوښ باندي بار يوسي )).
د ١١٨٢ هـ س کال د لومړى خور نمه د شنبې ورځ وه چه دا مطهره خرقه اشرف البلاد کندهار ته راورسېده،او د معمول سره سم يې د احمد شاهي ښار د لمر خاته خواته په زړه جامع کي امانت کښېښودل ،چه اوس ددې جامع موقعت دکندهار په ښار کي د قلافصيل ته نيزدې په کورو کي پټه پرته ده .
کله چه اعليحضرت احمد شابابا په ١١٨٣ هـ س کال د افغاني امپراطورى د سمون د پاره د هېواد لويدځو ولايتونو (هرات،نيشاپور،مشهد) ته په سفر ولاړ دا تکل يې درلودى چه د خرقې شريفي د زيارت د پاره يو ښه او مناسب ځاى د هغه وخت په عصري بناء باندي داسي جوړ کړى چه په لاندي پوړ کي دده زيارت او سربېر پوړ کي خرقه شريفه کښيښودل سي .
خو د ستر ټولواک تر مړيني وروسته د ځينو ځېرکو او مُدبرو علماؤ په مشوره تېمورشا سدوزي دا پرېکړه وکړه چه دا مطهره خرقه بايد د باچاهانو دنامه او زيارتونو سره تړلى و نه ګڼل سي ،ځکه بيا هر پاچا ددې خرقي وړولو ته زړه ښه کوي نو په دې غرض يي د احمد شابابا په حکم رغېدلي دوه پوړيزه ودانى دده مقبرې ته ځانګړې کړه ،او د خرقي شريفي د پاره يي يوه نوي وداني چه د احمد شا بابآ د زيارت لمر خاته خواته وه واچوله ، هغه ؤ چه په ١١٩٠ هـ س کال ددغي وداني په بشپړولو سره دا متبرکه خرقه د اوسنى زړې جامع څخه و نوې ودانى ته يووړل سوه چه تر ننه پوري دلې پرته ده ، تر اوسه پورې دوه ځله خرقه شريفه راويستل شوېده ، يو ځل په هرات کې په ۱۳۱۸  د وبا ناروغي د خپرېدو د مخنيوي لپاره اوبل ځل هم د ملا محمد عمر په واکمنى کي  رايستل سوېده.

په کندهار کي د خرقي شريفي ودانى :  

دخرقي شريفي د سپينو زرو پنجره د سردار نصرالله خان په امر جوړه سوه او د علامه رشاد بابا (رح) په ياداښتونو کي يو ځاى د وکيل صاحب نور محمد خان پوپلزي له خولې څخه روايت راوړل سوى دى ،چه د خرقې شريفي د زيارت دروازه ،پنجره او دسپينو زرو هګى غلام قادر زرګر جوړ کړي دي ،چه دده دوکان د حاجي لعل جان تر مسجد لاندي په ښکار پر بازار کي دى .

کندهار او خرقه شريفه

د افغان محمود طرزي کلام

خوش اب و خوش هوا و لطافت نثار شد

شيرين بودکه نام خوشش قندهار شد

فخر رسول محمد مختار کزشرف

علم به نور اوشده از جهل بر طرف

يک خرقه مقدس از ثوب پاک خويش

بهر اويس کرده عطاءدر زمان پيش

آن خرقه مقدس پاک اين زمان کجاست

پرسي کجا بګويي که در قندهار ماست

اين است فضل باقي اين شهر بې نظير

قدسيتش قيتس کن اى ذات خوشضمير

دراين ولايتست اراضي پُرشرف

انهاربس بزرګ دران جاري هر طرف

اقوام پر سلاح اصيل دلاوري

در روى شان ستاره چوشيران غاوري

پورتني نظم د صوفي عبدالحميد خان په خط په ښکلي بڼه د خرقې شريفي د زيارت د دروازې په دالان کي په کال ١٣٢٧هـ س کي ليکل سوي دى .

کله چه علامه اقبال په ١٣١٢ هـ س کال د لړم په مياشت کي د کابل څخه و کندهار ته راغلى او د خرقي شريفي زيارت يي وکړ نو ددې ښار او زيارت په درناوي کي يې وويل :

قندهار آن کشور مينو سواد

اهل دل را خاک او خان مراد

کوى آن شهر است مارا کوى دوست

ساربان بربند محمل سوى دوست

خرقه آن برزخ لا يبخيان

ديدمش در نکته ((لي خرقتان))

دادمارانعرۀ الله هو

يادونه:لکه څنګه چه ځني  خلګ په يوه ليکنه کي د متنيزو منابعو څخه استفاده کوي او ځني خلګ بيا خپل ليکني د ژونديو منابعو په خبرو پسولي ،خو ما په دې ليکنه کي ددواړو منابعو څخه کار اخيستي دى چه په ژونديو منابعو کيي زموږد ادبياتو خوږ استاد انجينير شېرشاه(رشاد) دى او په متنيزو منابعو کي يي دا لاندي منابع راځى .

١ـ د انجينير شېرشاه رشاد مقاله ١٧٧ ګڼه

٢- د علامه رشاد بابا (رح) سره د صديق الله بدر متنيزه مرکه

٣- د عبد التواب بالاکرزي يوه ژباړه .

په اخير کي د استاد خبره زه هم تکراروم زه په ډېر درنښت سره د ټول ځورول سوي او کړول سوي اولس له هر غري د کابل له دولت،د کندهار ولايت له ادارو د اوسنى واکمنى د ټولو مخالفينو په جنګې او سياسي شخړو کي د ښکېلو ټولو اړخو څخه غواړم چه په دغه ورځ په ټولو کورو ،ښوونځيو ،مدرسو،ماجيتو،پوهنتونواو ادارو کي د قران عظيم الشان ختم وکړي او که کيداى سواى په دغه ورځ مبارکه خرقه په ډېر درنښت او حرمت سره يو پلا ښکاره سي ،کېداى سي د حضرت نبي کريم (ص)ددې سپېڅلي او مطهرې خرقي د درنښت او احترام په روى سره رب العالمين پر موږ ټولو افغانانو او پر دې سيمه باندي د رڼا پلو و غړو .
د دې جامع او د خرقې مبارکي د نوي ودانۍ تاداو د سدوزي تېمورشاه په پاچهي کي په کال (١١٨٦ هـ ق) کي کښېښوول سو او د (١١٩٠ هـ ق) د روژې د مياشتي په لومړۍ نېټه يې کار بشپړ او مبارکه خرقه يې ورته را نقل کړه. د جامع په ودانۍ کي د وخت په تېرېدو سره بدلونونه راغلي دي، خو د سردرا محمدعثمان خان په وخت کي خاص بدلون پکښي راوستل سو، خو دا اوسنۍ بڼه يې د مرحوم محمدظاهرشاه په پاچهي کي راغلې ده. البته ځيني قبرونه او کورونه ونړول سول او د خرقې مبارکي غولى پراخ کړه سو
.

د خرقې شريفي د زيارت نقاشۍ د امير حبيب الله خان په پاچهي کي د امير د ورور سردار نصرالله خان په هڅه د صوفي عبدالحميد بارکزي په هنرمندو ګوتو سر ته رسېدلي دي. د زيارت د شاوخوا کاشي خښتو کار يوه پلا د وزيرمحمدګل خان په وخت کي چي د کندهار والي و او بيا د عبدالغفور خان په مشرتابه سره  بشپړ سوى دئ. کاشي خښتي حاجي خيرمحمد کُلال ور جوړولې.

 دغه راز په کندهار کي دغه نور مقدس اماکن او د ستانه وو زيارتونه هم سته، لکه:

موى مبارك، شاه مقصودآغا، بابا ولي، حضرت جي بابا، جمال بابا، شين غزى اصحابي، دارو نيكه، پير ملا محمدجان اخوند، صابرشاه ملنګ، ميرويس نيكه، احمدشاه بابا، زرغونه انا، ملالۍ، شېرسرخ، ملاشېراخند، سپين كوڅى بابا، صوفي صاحب، اخوند صاحب، ابراهيم خليفه بابا، د ميوندشهيدانو څلورلارى، ميا نورمحمد صاحب مزار، خوجك بابا، ملاكټه اخوند، ملا اکا، ملا عبدالحق اخوند، شېخ قلندر، ملا حسن ساکزى، کاکو بابا، بګت بابا، پير زالو بابا، ملا صالح محمد اخوند، ډنګربابا، كابلي شاه، پير زنګي بابا، کاکو بابا، کوټ بابا، زنجير پا، خواجه ملک، جان لالا، شېخ قلندر، يک خاک شهيدان، د شنو ګومبتو زيارت او داسي نور.

حاجي ميرويس خان هوتک:

د ميرويس نيکه مقبره

په ۱۸ پيړۍ کې د افغانستان د صفوي دولت په لاس کې وه. ددي دولت مشر په کندهار کې د ګورګين خان په نامه يادېدئ. ګورګين خان پر پښتانو ډېر ظلمونه کول. نو په دي وخت کې د پښتنو مشران سره راټول شوه او يوه لويه جرګه يي جوړه کړه. هغه وو چې په ټولو يي حاجي ميرويس خان د قوم په مشري وټاکه. حاجي ميرويس هوتک د پښتنو سره لاس يو کړ. په اول کې يي ګورګين خان ته نصيحت وکړ خو هغه ونه مانه. ځکه يي د ګورګين سره جګړه پېل کړه. په دغه جګړه کې ګورګين خان ووژل شو. تر جګړې وروسته په ۱۷۰۹ کال کې بښتانه د پر ديو د لاسه خلاص شول. کله چې پښتنو د دښمن د لاسه خپله آزادي واجيسته نو يي د ميرويس خان څخه غوښتنه وکړه چې د پاچاهي چاري پر غاړه واخلي. حاجي ميرويس خان په خټه هوتک او د ښالم خان زوي وو چې په ۱۷۱۵ کال کې وفات شو. مقبره يي د کندهار په کوکهان کې پروت ده. په ۱۷۳۶ کال کې نادر شاه افشار پر کندهار بريد وکړ او په ۱۷۳۸ کال کې دغه ښار د نادر شاه د اردو لخوا نيول شو او پارسي اردو د ناضر شاه په هدايت کندهار ته لمنخه ور کړ. ناضر شاه غوښتل پر کابل بريد وکړي او د دي په سبب يي په کندهار کې خپل مقر جوړ کړ. په دي وجت کې په کندهار کې لوي قيام پېل شو. مګر د نادر اردو مخالفينو ته ماته ورکړه او نادر شاه کولاي شول خپل اردو کابل ته ولېږل.خداي تعلي (ج)دي فردوس جنتونه ور په برخه کړي او دده روح دي تل ښار وي.

 

احمد شاه بابا

 

د لوي احمد شاه بابا مقبره

د نادر شاه تر وژل وروسته په ايران او افغانستان کې يو سم منظم حکومت وجود نه درلود. يو جوان قوماندان چې نوم يي احمد خان ابدلي وو د نادر د مرګ ځخه ګټه واخيست او اردو ټول کړ او کندهار ته ولاړ. څو هغه وو چې د کندهار د شير سرخ بابا په زيارت کې د پښتنو مشران سره را ټول شوه او يوه لويه جرګه يي جوړه کړه. په دي جرګه کې ډېرې خبرې وسوې څو هغه وو چې د دي زيارت ملنګ صابر شاه د غنمو يو وږي را واخيست او د احمد شاه بابا په لنګوټه کې يي ورجګ کړ او احمد شاه بابا يي په پاچاهي وټاکئ احمد شاه بابا په کندهار کې خپا مقر جوړ کړ او کندهار بيا د افغانستان دولت پايتخت (پلازمېنه) شو. احمد شاه بابا په ۱۷۷۳ کال کې پسله شپږويشتوکالو پاچاهۍ څخه وفات او مړ شو او په کندهار کې د خرقي شريقي د تعمير ترڅنګ ښخ شو خداي تعلي (ج)دي فردوس جنتونه ور په برخه کړي او دده روح دي تل ښار وي.