تاریخچه

کندهار

 کندهار په ١٢ او ١٣ دقيقو، ٢٠ او ٢٥ ثانيو شمالي عرض البلد کي واقع دئ.

کندهار ته د لوى سکندر راتګ نه يوازي د غرب تاريخپوهان مصروف وساتل، بلکي د لرغوني يونان د مشهور تاريخپوه (هيرودوتس) په شان تاريخپوهانو هم د اراکوزيا په نامه په خپلو اثارو کي د کندهار ذکر کړى دئ. کندهار پراخ دښتونه او د لويو غرونو سلسلې لري، ابادو مځکو او سمسورو باغونو يې هم اقتصاد او هم ښکلا ته ګټه رسولې ده.

کندهار چي له پخوا څخه د افغانستان يو مشهور تجارتي ښار و، اوس يې هم خپل تجارتي مرکزيت ساتلى دئ.

 د کندهار وجه تسميه:

د کندهار د تسميې وجهي په اړه بېلابېل نظريات سته، ځيني يې منشا (الکزاندره) بولي، چي کله  سکندر دغي سيمي ته راغلى او اسکندريه ښار يې ودان کى، نو يې دغه منطقې ته (الکزاندره) وويل، چي وروسته د تاريخي ابدال په صورت کي (کندهار) ځني جوړ سو، ځيني مورخين دا عقيده لري، چي تر اليګزاندريه (سکندريه) دمخه لا د کندهار نوم د ګدروسيا (کندهاروسيا) په نامه سره پر دغه ځاى باندي موجود و او بعضي محققين بيا په دې نظر دي، چي کله د ګندهارا اوسېدونکي دې ځمکي ته راغلل، نو يې دا نوم له ځان سره راوړ، چي بيا وروسته عربو (قندهار) ځني جوړ کړ. (هيرودوتس) د پکتيکا د څلورو قبيلو د نومونو د يادولو په ترڅ کي لومړنۍ قبيله (ګندهاري) ښوولې ده او وايي، چي دا د هغې تاريخي مځکي (ګندهارا) د اوسېدونکو نوم و، چي د تاريخ په ټولو دورو کي د ګندهاري يا کندهاري په نامه ياده سوې ده. دغه راز په اويستا کي د يو پهلوان نوم هم ګندهارا يا (ګندوفار) و، دى د يوه خپلواک کهول پاچا و او د ارغنداب په حوزه کي يې يو ښار هم په خپل يا دې ته ورته نژدې مفهوم اباد کړ او په ١٩ مه ميلادي سنه کي په کندهار کي پاچا سو.

   د کندهار نومونه:

د کندهار ډېر لرغونى نوم چي په تاريخي مدارکو کي يادونه ځني سوې ده، هغه (هره هواى تى) يا (هره ويتي) دئ، چي هراهواتي (سراسواتي) د ارغنداب نوم و او اراخوسيا د ارغسان نوم و، چي مرکز يې اراخوتيس و او وروسته يونانيانو اراخُزيا، اراکوزيا، اراکوسيا ځني جوړ کړى دئ.

د ساسانيانو، کيداريانو او کابلشاهانو د زمانو په پېښو کي کندهار د (رخج، رخچ، رخذ) په نامه ياد سوى دئ.

د عربو له راتګ سره له اراخوسيا څخه الرخج او الرخذ جوړ سوى دئ.

څرنګه چي په سيمه کي مرکزي ښار رخج و او د غزنويانو په زمانه کي تکين آباد و، نو کندهار کنډواله يا يو فرعي ښار و، ځکه يې نو نوم نه يادېدى، خو تر دغه وخت وروسته يې شهرت پر زياتېدو سو، چي دا موضوع د ښار د جوړېدو له نېټې سره تړاو لري. کله چي ملک حسين علاالدين غوري د درو وروڼو ملک قطب الدين، سوري سيف الدين او سام بهاالدين په انتقام کي د غزنوي ترکانو شهنشاهي ور ونړوله، نو يې د درو وروڼو په انتقام کي د غزنويانو درې ښارونه د غزني ښار، د تکين آباد ښار او د بست ښار ور کنډواله کړل. تر دغه وخته پوري لا د کندهار اوسني نوم په سيمه کي تاريخي پېژندنه نه لرله. د رخج او تکين اباد تر نړېدلو وروسته د کندهار نوم په سيمه کي وده موندلې ده او سيفي يې په اوومه هجري پېړۍ کي د قندهار په معرب شکل سره په (تاريخنامۀ هرات) کي يادونه کوي.

کله چي سلطان حسين بايقرا (١٤٣٨م ١٥٠٥م) په کندهار کي پاچهۍ ته ورسېد، نو د کندهار نوم د لومړي ځل لپاره د يوې سکې پر مخ را ښکاره سو.

 (د کندهار پخواني ښارونه)

اراکوزي سکندريه

د اوسني کندهار ښار تر مخه درې نور ښارونه په مختلفو نومو، موجود ول، چي له هغو څخه لومړى ښار د مقدوني سکندر له خوا څخه دوه زره و درې سوه کاله تر مخه د (اراکوزي سکندريې) په نامه  په (٣٢٩ ق م) کي جوړ سوى و. د دې ښار اوس هيڅ نخښه پاته نه ده. ويل کېږي چي اراخوسيا (اراکوزيا) په پخوانيو وختونو کي د ارغسان سيمي ته ويل کېده او کله چي اراخوسيانو خپل مرکز له ارغسان څخه و کدروسيا (کندهار) ته نقل کړ، نو د ارغند ناوه د اراخوسيا په نامه وبلل سوه.

  زوړ کندهار:

دوهم ښار د سرپوزې د غره ختيځي خوا ته پروت و، دا سيمه اوس د (زاړه ښار) په نامه يادېږي، چي د ارګ مخروبه وداني (نارنج ماڼۍ) يې اوس هم کنډواله پاته ده. د (زاړه کندهار) يادونه څه دپاسه زر کاله تر مخه د غزنوي دربار شاعر منوچهري داسي کړې ده:

سيصد هزار شهر کنى، به زقيروان

سيصد هزار باغ کنى، به ز قندهار

دا ښار د افشار نادر تر تاړاکه لا ودان و او کله چي نوموړي د (١١٥٠ هـ ق) په سر کي د هوتکو ملي حکومت ړنګ کړ، ورسره سم يې د کندهار زوړ ښار په بشپړه توګه وران کړ.

 نادرآباد:

دريم ښار د (نادرآباد) په نامه يوه نظامي کلا وه، چي په ١١٥٠ هـ ق کي د نادر افشار له خوا جوړه سوې وه. افشار نادر د کندهار د زاړه ښار د کلابندۍ په دوران کي د اوسني کندهار جنوب ته د شيرسرخ زيارت په شاوخوا کي يو ښار جوړ کړ، چي د (تاريخ احمدشاهى) په استناد يوه محقره کږه وږه کلا وه او پراخوالى يې د پخواني ښار له څلرمي برخي سره برابر نه و. لوى احمدشاه بابا د خپلي تاجپوشۍ مراسم د همدې کلا تر څنګ د شير سرخ بابا په زيارت کي سر ته ورسول او د سلطنت تر لسم کال پوري په همدې ښار (کلا) کي اوسېدى، چي بيا يې د نوي ښار د جوړېدو چاري پيل کړې.

 د کندهار اوسنى ښار:

لوى احمدشاه بابا د خپل سلطنت له لومړيو وختو څخه په دې فکر کي و، چي د هېواد د پايتخت په توګه د کندهار نوى ښار جوړ کي، ځکه د نادرآباد نظامي کلا له يوې خوا دونه پراخه نه وه، چي د يوې لويي امپراتورۍ د پايتخت لپاره دي مناسبه او موزونه وي او له بلي خوا يې موقعيت هم پر يوه داسي سيمه و، چي ډېره نمناکه وه، ځکه يې نو تر ډېرو سلا او مشورو او ليدنو کتنو وروسته د کندهار د اوسني ښار سيمه غوره وبلله او د (١١٦٩ هـ ق) د ربيع الثانى په لومړۍ ورځ د احمدشاهي کندهار د تاداو ډبره کښېښووله سوه. دغه ښار د اشرف البلاد په صفت ونومول سو او د درانۍ امپراتورۍ د يوه لرغوني پايتخت او مرکز په څېر يې حيثيت پيدا کړ. دغه ښار د تاريخ په اوږدو کي د مختلفو داخلي او خارجي مورخينو او سياحانو په ليکنو او اثارو کي ذکر سوى دئ او د دغه تاريخي ښار پر لرغونتوب، قدامت او معمارۍ يې ليکني کړي دي.

دغه ښار په لومړي سر کي پر څلورو ناحيو مشتمل و، چي په منځ کي يې يو پوښلى چارسو هم درلود، چي د کندهاري لرغوني معمارۍ استازيتوب يې کاوه. په معاصر دور کي دغه ښار د ښاروالۍ د تشکيلاتو له مخي ډېر پراخ سوى او تقريباً مساحت يې لسو ناحيو ته رسېدلى دئ.

د کندهار ښار په څلورمه مخ زيږيزه پيړۍ کي د ستر سکندر لخوا تاسيس شوی. ستر سکندر دغه ښار ته د اسکندريا نوم ورکړ.

لرغوني زمانه


 

د اشوک کتيبه چي په کندهار کي پيدا شوه

کندهار تر ۳۰۵ کال عيسوي سني مخکي د سلوکيانو حکمران په لاس کي وو. په ۳۰۵ عيسوي سني مخکي کال کي سيلوکوس نيکاتور پر پنجاب بريد وکړ او اردو يي د هندي حکمران د چندر گپت موريا لخوا ماته وخوړله. تر جګړي وروسته سلوکوس نيکاتور او چندر گپت موريا يو د شولي تړون لاسليک کړ او د تړون په اساس سلوکوس نيکاتور چندر گپت موريا ته جنوبي افغانستان ورکړ او چندر گپت موريا ۵۰۰ فيلونه سيلوکوس نيکاتور ته وړکړ. په ۲۶۰ کال عيسوي سيني مخکي اشوک د خپل ورورونو تر وژلو وروسته د هندوستان حکمران شو. کله چي اشوک پر شاهي تخت کښيناست نو د کالنګا پر پاچايي يي بريد وکړ. اشوک تر خونړي جګړي وروسته د هندوييزم په ځاي يي بوديزم غوره کړ. اشوک په ډبره کي خپل هدايت نامه هک کړ. دغه هدايت نامه چي په آرامي او يوناني ژبو کي ليکل شوي دي په کندهار کي پيدا شو. په ۷ پيړۍ عربي پوځ کندهار ته ورسيده او په افغانستان کي اسلامي دوره پيل شوه.

۱۹ پيړۍ

د کندهار جګړه په ۱۸۸۰ کال کي

افغاني وسله والان

په ۱۸۳۹ کال کي د افغان-انګريز لومړۍ جګړه پيل شوه. د ۱۸۳۹ کال د جولاي پر ۲۵ انکريزي پوځ کندهار ته ورسيده او کندهار د انګريريانو لخوا نيول شو. په ۱۸۴۲ کال کي انګريزي پوځ د افغانانو لخوا ماته وخوړله. په ۱۸۷۸ کال کي انګريزي پوځ بيا پر افغانستان بريد وکړ او د افغانستان څو ښارونه يي ونيو. د کندهار جګره د انګريزي او افغاني پوځ په منځ کي وروستي جنګ وو. دا جګړه د ۱۸۸۰ د جولاي پر ۲۷مه پيل شوه او تقرابًا ۳۰۰۰ عسکران وژل شول. دا جګړه د ۱۸۸۰ د جولاي پر ۲۷مه د کندهار د ميوند په ولسوالۍ کي پيښه شويده چي په آسيا کي يي د برتانوي واک د اختتام او د ختيځو ولسونو د آزادۍ غوښتونکو پاڅونونو اساس کښيښود . د جنرال ډانلډ سټيوارټ په قومانده دوولس زره کسيز پوځ د ۱۸۷۸ کال د نوامبر پر ۲۱مه د کندهار د پښين ولسسوالۍ ته داخل او ښار تر يوي نيمي مياشتي وروسته يعني د جنورۍ پر اوومه سقوط وکړ . په سمله او لندن کي د افغانستان څخه د کندهار د بيلتون پلانونه تر غور لاندي وو څو چي انګريزانو د ۱۸۸۰ د اپريل پر لومړۍ نيټه اعلان وکړ چي کندهار نور نو له افغانستانه بيل شو او شيرعلي د مهردل خان زوي به د « کندهار او ورپورو سيمو د خپلواک والي » په توګه د کندهار چاري پر مخ بيايي . په کندهار کي د انګريزانو سياسي افسر ډګروال سنټ جان د مي پر يوولسمه يوه لويه غونډه راوبلله او د کندهار ولس يي لدي اقدامه خبر کړ . سنټ جان د دي غونډي پر مهال شير علي « د کندهار او ورپورو سيمو والي » اعلان کړ ( والي هغه چا ته ويل کيده چي په کورنيو چارو کي به خپلواک او په بهرنيو چارو کي به د برتانويانو تابع و د کندهار ټولي سيمي د انګريزي پوځ لخوا ساتل کيدي . دا مهال په ټول هيواد منجمله کندهار کي د انګريزانو پر ضد جهاد او غزا د شدت په حال کي وه چي د انګليس- افغان دوهمه جګړه بلل کيږي . په دي بهير کي د هيواد په شمال او جنوب کي د سلطنتي کهول څخه دوه ځوانان را ښکاره شول چي مخ پر کابل د يون په حال کي وو . عبدالرحمن خان د امير محمد افضل خان زوي له تاشکنده او محمد ايوب خان د امير شيرعلي خان زوي له هراته په سوقياتو بوخت ول . لومړنى يون « محتاطانه » لاکن دوهم يون « جګړه ييز» و . انګريزانو د دي نوو پرمختياوو په ليدنه او شننه سره عبدالرحمن خان غوره کړ چي په عين حال کي د روسيي ملاتړ او رضاءيت هم ورسره مل و .مرستيال واکمن ( وايسرا ) کله چي عبدالرحمن خان د کندهار تر غوښتلو تير شو ، نو سټيوارټ ته صلاحيت ورکړ چي عبدالرحمن « د کابل او ورپورو سيمو» د امير په توګه رسمأ ومني او هغه هم کله چي عبدالرحمن لا په چاريکار کي و ، د ميوند له جګړي نه فقط پنځه ورځي مخکي د ده په غياب کي هغه د کابل او مربوطه سيمو واکمن اعلان کړ .

جهاد په کابل ، مشرقي ، جنوبي ، غزني او کندهار کي شديدأ جاري و . په بيل کړاي سوي کندهار کي چريکي عمليات د شدت په حال کي وو . پر انګريزانو او د هغوي پر رسد او کاروانونو پرله پسي حملي کيدي څو چي باالاخره انګريزان د ښار په څلورو ديوالو کي د کلابندۍ په حال کي راغلل مخورو او مشرانو ايوب خان ته پرله پسي احوال ورکاوه چي ملت عمومي پاڅون ته چمتو دى . د هرات او ورپورو سيمو ولس د ۱۸۸۰ په جون کي د ديني علماوو په فتوا سره ايوب خان د افغانستان د امير په توګه وټاکيً او د ده په نوم يي خطبه وويل . پدي توګه د انګريزانو پر ضد جهاد اعلان شو او ګڼ شمير ملي مجاهدين مخ پر کندهار او کابل راوخوځيدل.

د کندهار پوځي قوماندان جنرال بوروز او سياسي افسر ډګر وال سنټ جان ته د ۱۸۸۰ د جولاي پر دوولسمه خبر راغيً چي د ايوب خان د پوځ مخکښه ځواک « واشير» ته رارسيدلي او دى پخپله هم له هغه نه ډير ليري نه دى . د جولاي پر شلمه يو برتانوۍ غونډ هلمند ته وليږل شو او په همدي ورځ د ملي مجاهدينو دغه لښکر هم د ميوند دښت ته راورسيد.

۲۰پيړۍ

د طالبانو وسله والان په ۱۹۹۴ کال کي کندهار ته ورسيدل

په ۶۰ کلونو کي په کندهار کي د امريکايي انجنيرانو لخوا لوي نړيوال هوايي ډګر جوړ شو. دغه هوايي ډګر په مرکزي آسيا کي تر ټولو لوي هوايي ډګر دي. کله چي شوروي پوځ په ۱۹۷۹ کال کي پر افغانستان بريد وکړل نو د کندهار هوايي ډګر يي ونيو او کندهار د شوروي قومانداني مرکز شو. په ۱۹۹۲ کال کي کندهار د مجاهدينو قوماندان ګل آغا شيرزي په لاس کي وو. په ۱۹۹۴ کال کي د طالبانو وسلوالان د پاکستان څخه کندهار ته راغلل او په دي ښار کي يي خپل مرکز جوړ کړل. طالبان جنايي انسانان او قوماندانان چي پر افغانانو ډير ظلمونه کول ووژل. په ۲۰۰۱ کال کي کندهار د امريکايي پوځ لخوا ونيول شو.

د کندهار يادګرونه

د کندهار زوړ ښار چي د کندهار په مرکز کي دي د زړي کلا پواسط چاپيرسوي وه چي په دغه کلا کي شپږ دراوزي لري. د زوړ ښار په مرکز کي زوړ بازار پروت دي. سلطان بابر په ۱۶ پيړي کي د خپل برياليتوب په ياد د چل زيني معبد په سرپوزي کي جوړ کړ. د کندهار يو ډير مقدس ځاي د خرقي شريف زيارت دي چي په هغه کي د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم جامي پرتي دي. او دهغه ځنګ چي د احمد شاه بابا مقبره پرته ده. همداراز د کندهار د کوهکران په سيمه کي د ميرويس هوتک د مقبري لرغوني وداني وجود لري. په ۱۹۹۹ کال کي د ملا عمر په هدايت يو جومات چي د حضرت عمر بن خطاب جامعه په نوم ياديږي جوړه شوه