د مشورا تی شورا کمیټې

د مشورتي شورا  کميټي

د مشورتي شورا کميټي په لاندي ډول دي

1- دعامه ګډون او حکومتداري کميټه :

د حکومتداري او عامه ګډون لپاره د  هر اړخيزو کړندلارو جوړول او د هغي واړندي کول ښاروال ته

د ښاروالۍ معلوماتو ته د ښاريانو لاس رسي لپاره هڅي کول 

د ښاروالۍ په اداره کي د ښاريانو د حقوقو څخه ملاتړ کول

د ښاري کلتور دودول

د ښاروالۍ په چارو کي د ښاريانو د ګډون تشويقول  

د عامه ګټو په موخه د عمومي غونډو جوړول

د ښاروالۍ د کړنو په اړه د ښاريانو د نيوکو او واړنديزونو د ترلاسه کولو له ميکانيزم څخه ملاتړ او د روڼوالۍ او ځواب ورکوني په موخه له  ښاريانو سره د هغي شريک کول  

د ښاري شخړي د حلولو په موخه  له  ښاريانو سره مرسته کول

ښاريانو ته د ښاروالۍ د کړنو په روڼ ډول انعکاس ورکول

د هغه کړنو په اړه چي اصلاحاتو ته ضرورت لري د ښاروالۍ اداري ته د اصلاحي مشورو ورکول

د ښاروالۍ د دندو او مسؤليتونو د ترسره کولو د څرنګوالي  په اړه د ولايت مقام ته راپور ورکول 

د کاري ستونزو د رابرسيره کيدلو په وخت کي د ښاروالۍ او د ولايت مقام د نه پاملرني په صورت کي د موضوع انتقا لول د ښارواليو عمومي رياست او د سيمه ايزو ارګانونو خپلواکي اداري ته

 

2- د تنظيف ، سرسبزي او محيط زيست کميټه :  

د ښاروالۍ د تنظيف او سرسبزۍ د غوره مديريت لپاره د هر اړخيزې کړنلارې جوړول. د ښاروالۍ دخدمتونو څار او بررسي او دلا ښه والي لپاره يې د وړانديزونو او مشورو وړاندي کول دبيلګې په توګه :

د جامدو کثافاتو مديريت ، د سرکونو او کوڅو پاکاري

د پارکونو او د سرکونو د ګلدانيو سرسبزي او د يو شين فضا جوړول

د سرکونو ، کوڅو او پياده رونو قيرريزي کول

د عامه تشنابونو او تفريحي پارکونو جوړول يا ترميمول

او نور اقدامات په  زيربنايي ، فرهنګي ، اقتصادي او تفريحي ځايونو کي

د ښځو ، ځوانانو ، ماشومانو او د ټولني زيانمن خلک ( فقيران ، معلولين ، زاړه خلک ، يتيمان )  لپاره د ښه خدماتو د عرضه کولو په اړه د مشورو ورکول

3- دعوايدو د لوړوالي کميټه :  

د بوديجي د جوړولو په پروسه کي برخه اخستيل او مشوره ورکول

د عوايدو د راټولولو په برخه کي د موثر کړند لارو ارايه کول 

 د پلان جوړني او د بوديجي په جوړولو کي د ښاريانو ګډون ته د اسانتياو برابرول

د نوي عايداتي سرچينو پيدا کول  او د هغه معرفي کول ښاروالي ته

د ښاروالۍ د صفايي محصولاتو او فيسونو په تحويلو کي د ښاريانو تشويقول چي په معين وخت کي ورکړي

د ښاروالۍ د مصارفو شريکول د خلکو سره

4- شکاياتو ته د لاس رسي کميټه :

 عامه شکاياتو ته د لاس رسي ميکانيزم جوړول او د ښاريانو د مشکلاتو د رفع کول پخاطر د هغي تطبيقول

د ښاروالۍ په اموراتو کي د ښاريانو د شکايتونو د رفع کولو او اوريدلو پخاطر د شکاياتو د لاس رسي له ميکانيزم څخه ملاتړ او څارنه کول

ښاروالۍ رياست ته د ښاريانو د شکايتونو رسول

د ښاريانو د شکايتونو اوريدل ، تعقيب او بررسي کول

د ناحيوي او ساحيوي ليدونو له لاري  د ښاري ستونزو پيداکول

د ستونزو لومړتوب او د هغي واړنديزول عمومي غونډي ته د تايد لپاره

5- د اقتصادي او پراختياي پرمختيا کميټه :

د ښاري او اقتصادي  پرمختايي پلانونو په تطبيق کي د ښاروالي څخه ملاتړ کول   

د ځمکو د غصب او خپلسرو او ناقانونه ودانيو د جوړولو د مخنيوي په موخه د وړانديزونو او مشورو ورکول

د ښاروالۍ د پرمختيايي پلانونو په برخه کې د خصوصي سکتور د ګډون جلبول

د بوديجي ، تړونونو او پرمختيايي پلانونو د پلي کيدو څارنه او ښاروالي ته په د اړه د لازمو مشورو وړاندي کول

ښاريانو ته د دندو د پيداکيدو د زميني برابرول

د اقتصادي او پرمختيايي ادارو سره د دوامدارو اړيکو جوړول

د اقتصادي لنډ مهاله پروژو د تطبيقولو لپاره ښاروالي ته مشوره ورکول او د هغي ځاي پر ځاي کول په پرمختيايي بوديجه کي

د ښار د پرمختګ لپاره مشوره ورکول او د بنسټيزو ښاري شبکو جوړول