د ښاروال ژوند لیک

د کندهار ښاروال ژوند ليک!

کندهار ښاروال

کندهار ښاروال حاجي نعمت الله « حسن حاجي صاحب » د شهيد حاجي غلام حيدر زوی د کندهار ولايت د پنجوائي ولسوالۍ د ناخوني د کلي د يوې دینداری او مجاهدي کورنۍ سره چي تعلق لري د نن څځه (۵۰) کاله وړاندي په همدې وطندوسته او علم پروره کورنۍ کي سترګي پرانيستلې؛ ورسره په څنګ کښي د خپلي معززي کورنۍ تر ښې رهبرۍ لاندي د ژوند بيلابيل پړاوونه طی کړه.

محترم حاجي نعمت الله(حسن حاجي صاحب) چي د خپل وخت او شرایطو او په ګران هیواد کښي د موجوده شرایطو په مورد یې تر متوسطه زده کړو پوري خپل علمي او پوهنیز سفر سرته رسولئ دی ورسره په څنګ کښي د موجوده شرایطو او د وختونو د جابر حالت په دوام یې د ګران هیواد څخه د ازادۍ او د ګرانو اولسونو د نیکمرغۍ په برخه کښي د خدمت چارو ته ملا وتړل او په بیلابیلو بخښونو کښي یې د ګرانو هیوادوالو د سهولت او ارامتیا په عرصه کښي خدمت سرته رسولئ دی،داچي د ژوند ډيره برخه یې خلګو او وطن ته په خدمت رسولو کښي وقف کړې وه د نوي نظام په راتګ سره یې د مشرتابه دخاصي مهربانۍ او مرحمت په اساس د کندهار ښار لپاره د ښاروال په توګه وټاکل سو،داچي محترم حاجي نعمت الله (حسن حاجي صاحب) د خپل ښار او ښاریانو د اساسي ضرورتونو،اولیتونو او مهمو غوښتنو څخه خبر وو نو په همدې اساس یې تر بل هر چا ددې ښار او ښاریانو ستونزي درک کړي وې او له ښه مرغه په نژدې لنډ وخت کښي یې وکولائ سوای په کندهار ښار کښي بنسټیز او اساسي کارونه مخته یوسي ډیري لويې او مهمي پروژې په کندهار ښار کښي شروع کړي،او هم د خپل ټيم په مرسته په دغه تاریخي ښار کښي ټولو سرمایه ګزارانو او همکاره مؤسسو ته لاره هواره کړې ترڅو دلته ښاري سرمایه ګزاري وکړي او پروژې پلي کړي،داچي د وختونو وختونو څخه د ځوانانو بې کاري ده ته زیاته مایوسه کونکې وه نو په همدې اساس یې وکولائ سوای د فعلأ لپاره د خپل توان په اندازه په خپلو پروژو او د همکاره بارنامو په پروژو کښي (۲۵۰۰۰)  تنو کاریګرو ته کاري فرصتونه پيدا کړي.

الحاج نعمت الله نه یوازي داچي د ښار پرمختیایي څرخ ته زیات متوجه دی بلکي دهغه ترڅنګ یې دخیر رسولو او په ټولنه کښي د ښه اجتماعي ژوندانه د برابرولو په برخه کښي له وختونو وختونو خورا ډير کار کړئ دی چي همدا علت دی چي هم د نظام او هم د اولسونو په زړونو کښي خورا ښه محبوبیت لري.