د اچي عموماً ښاروالیاني د چارو د ښه ترسره کولو ښاري نظم او د ښار د وسط د پراخوالي په برخه کي کار کوي نو لازمه به وي چي څو هغو عمومي موضوعاتو ته یاداوري وسي چي ښاروالياني عملأ ډېر تمرکز پرې کوي چي عبارت دي له: ښاري حکومتولۍ، اقتصادي پرمختیا، د خدمات رسول، فرهنګ او تمدن چاپیریال ساتنه او د یو ښار ژوندی ساتل، دا هغه مهم او اساسي ټکي دي تر ډېره ښاروالیاني خپل چاري د همدې مضوعاتو په مټ سرته رسوي، که چیري دا هره موضوع مطالعه کړو خورا ډیر عواقیب لري نو ځکه نن سبا پر همدې موضوعاتو زیات تمرکز کیږي .

د کندهار ښاروال پیغام

۱ کال 8 میاشتې ago

د افغانستان د اسلامي امارت د نظام د بقا او پایښت لپاره او د ولسونو او هیوادوالو د سوکالۍ لپاره یوه بله مهمه برخه چي هغه د بیان ازادي ده او په اساسي قانون کي هم ځای ورکول سوی دئ ډېره پاملرنه ورته کړې ده، کندهار ښاروالي هم د بیان د ازادۍ، خلګو ته د معلوماتو د رسولو او د ښاروالي په اجراتو کي د خلګو نظرونه لیدل هغه څه دي چي د بیان د ازادۍ له لاري کیږي، رسمي دولتي ویب سایټونه او نوري بیلابیلي مطبوعاتي زاویی بیا هم د پرمختګ او ترقۍ سمبول ګڼلای سو دا چي په ښارونو کي انکشافي پرمختګونه، پراختیايي او نوي نوښتونه منځته راځي نو لازمه ده چي ویب سایټونه او نوري مطبوعاتي ژانرونه دا موضوعات کور کړي او د نړۍ په ګوټ ګوټ کي يې تر هیوادوالو پوري ورسوي.

په درنښت

حاجی نعمت الله

د کندهار ښاروال

کندهار ښاروال حاجي نعمت الله ( حسن حاجي صاحب )

تازه خبرونهنور دلته

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۷ - ۱۱:۶
Background image

کندهار ښار کي د سړکانو د پينه کاري کولو پروژې چاري راپيل سوې!

کندهار ښاروالي د ښار په مختلفو ناحيوو کي د ۵۰۰۰ متره مربع سړکانو د پينه کاري کولو پروژې چاري راپيل کړې.

دغه پروژه چي اوس فعلا يې چاري راپيل سوې د ښار په مختلفو ناحيوو کي به هغه سړکان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۷ - ۱۱:۴
Background image

کندهار ښار کي ۵۶ ټنه تر وخت تېر خوراکي او غيري خوراکي توکي وسوځول سوه!

کندهار کي د مستهليکينو د ملاتړ کميسيون په تيرو پنځو مياشتو کي ۵۶ ټنه خوراکي او غيري خوراکي توکي چي تر وخت تېر، غيري قانوني او تقلبي وه راټول او د کندهار ښار په شمال کي د ميانکو په سيمه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۶ - ۹:۱۳
Background image

د مشورتي شورا غړو د ښاري نظم د ټینګښت په موخه نوبتي مجلس ترسره کړی!

کندهار ښار کي د بشپړ ښاري نظم د ټینګښت په موخه دمشورتي شورا او ښاري نظم کمېسیون غړو ترمنځ نوبتي مجلس ترسره سو.

په دې مجلس کي لومړی په ښار کي پر هغو ستونزو بحث وسو، چي د ښاري بې نظمیو. . .

کارموندنهنور دلته

چهارشنبه ۱۳۹۹/۷/۲ - ۱۲:۳۵

کندهار

Background image

د ښاروالی ریاست ۵ او ۶ بستونه

کندهار ښاروالی کار ته د اهل کار سپارلو په موخه په کندهار ښاروالی کی لاندی بستونه ازادی سیالی ته سپارلی دی. متقاضیان کولای سی تراعلان سوی نېټې پوری خپل غوښتنلیکونه کندهار ښاروالی ته . . .

دوشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۱۴ - ۹:۴۱
Background image

په کندهار ښاروالي کاري فرصتونه

د کندهار ښاروالۍ د بیلا بیلو خالي بستونو جدول په لاندي ډول دی

ملاحظات

واجد شرایط

تزئید

 بست های کمبود به تفکیک بست

نام ادارات

. . .

نوي اعلانونهنور دلته

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲۷
Background image

د کندهار ښاروالۍ خبرتیا!

د کندهار ښاروالۍ له خوا د ۱۴۰۳ مالي کال د تخنیکي شرطپاڼي مطابق د خپل تدارکاتي پلان او عادي بودیجې پر اساس د ترانسپورټ مدیریت اړوند مختلف النوع و سایطو لپاره د ټېرونو او بېټریو د خریدارۍ . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۰ - ۹:۳۱
Background image

د کندهار ښاروالۍ خبرتیا!

د کندهار ښاروالۍ له خوا د ۱۴۰۳ مالي کال د انکشافي او تدراکاتي پلان په اساس د کندهار ښار په مختلفو ناحیو کښي د سړکانو پینه کارۍ پروژې قرارداد د ګټونکي ماکو افغان ساختماني شرکت سره د رسمي . . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۴ - ۹:۵
Background image

په ښار کښي د زرغون چاپيريال د ساتني هڅي جريان لري!

کندهار ښاروالي د خپلو پرمختیايي فعالېتونو ترڅنګ تل هڅه کوي، چي د ښار په بېلا بیلو ساحو کي د ښار د ښکلا ترڅنګ، د هوا د ککړتیا او مختلفو ساري ناروغیو د مخنیوي په خاطر زرغون چاپیریال هم . . .

داوطلبینور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۶ - ۹:۶
Background image

د کندهار ښاروالۍ د داوطلبۍ اعلان!

کندهار ښاروالي غواړي، چي د خپل ملکېت اړوند د ۷ ناحیې مربوط د سرپوزې پارک په یوه حصه کي د واده صالون جوړ کړي. صالون او پارک دواړه د آزادي داوطلبۍ له لاري د شرط پاڼي مطابق ترڅو چي یې . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۰ - ۹:۴۳
Background image

د کندهار ښاروالۍ د داوطلبۍ اعلان!

 

کندهار ښاروالۍ غواړي چي د کندهار ښار د (۱۵) ناحیو ټول کثافات په مناسب شکل د خصوصي سکټور د ماشینرۍ له لاري له ښار څخه د باندي و ټاکلي ځایونو ته انتقال کړي.

د شرکتونو هغه مسؤلین چي په . . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۹ - ۸:۲۹
Background image

د کندهار ښاروالۍ د داوطلبۍ اعلان!

د کندهار ښاروالۍ ملکېت د ۱۰ ناحیې اړوند د شرقي لین په هډه کښي اول نمبر غټ هوټل د شرطپاڼي مطابق د یوه کال لپاره د آزادي داوطلبۍ له لاري په اجاره ورکوي.

ټول هغه اشخاص چي غواړي په داوطلبۍ . . .

عکسونه او ویډیوګانېنور دلته

د کندهار ښار په دريمه ناحيه کي د شهيد کوڅې د رغولو کار جريان لري

بيارغونه

د سړکونو او نورو عامه تاسيساتو ساتنه د ټولو هيوادوالو ګډ مسؤليت دي

د کندهار ښار په پنځلسمه ناحيه کي د زابر غاړي سړک رغنيز کارونه جريان لري

د کندهار ښار په شپږمه ناحيه د پښتون باغ په سيمه کي د کوڅې کانګريټ کولو کار جريان لري

کندهار ښاروالۍ په شپږمه ناحيه کي د ايران قونسلکرۍ شاته د پياده روو او کوڅې رغولو چاري راپيل کړي دي

د بيارغووني په اړه تمثيلي پيغام

د کندهار ښار په شپږمه ناحيه کي د ده محسوس سړک ټولي رغنيزي چاري بشپړي سوې

د ږغيزي ککړتيا د مخنيوي کنټرول او د واټونو او پياده روونو دخلاصولو کنټرول ترسره سو

د ښار د سر سبزۍ ساتنه د ټولو هيواد والو ګډ مسؤليت دی!

د کندهار ښار په شپږمه ناحيه کي د ده محسوس سړک رغنيز کارونه جريان لري

ده محسوس سړک دى چي رغنيز کارونه يې په منظم ډول جريان لري