کندهار ښاروالۍ د خپلو انکشافي کارونو په لړ کښي دا ځل د کندهار ښار په ۱۵ ناحيه دريم ګذر کښي د کوڅې د کانګريټ کولو چاري عملاً راپيل کړي!

mohammadi_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۰ - ۸:۲۲
افتتاح پروژه

کندهار ښاروالۍ د ۱۵ ناحیې په دريم ګذر کښي د ( ۴۲۵ ) متره په اوږدوالي د کانګریټي سړک او ورسره ترڅنګ د (۴۲۵) متره ويالې د سنکاري کولو افتتاح وکړه.

په نوموړې افتتاح مراسمو کښي د کندهار ښاروالۍ د مسؤلينو په ګډون د نوموړي سيمي قومي مشرانو، ځوانانو او د يادي مؤسيسې ساحوي مسؤلينو ګډون کړئ وو.

ياده افتتاح لومړی د قران کريم په څو مبارکو آياتونو سره وسوه، ورپسې انجينر محمد نبي صاحب خبري وکړې او زياته يې کړل چي دا پرمختیايي او انکشافي پروژه چي تمویل ئې د نړیوال بانک لخوا او د تطبیق چاري يې د ملګرو ملتونو د پروژو د خدمتونو دفتر یا( UNOPS ) لخوا ترسره کيږي.

افتتاح مراسم

ورپسې د کندهار ښاروالۍ تخنيکي او سکټوري رئيس مولوي نورالباقي صاحب خبري وکړې او ددې سيمي د اوسېدونکو، مشرانو، سپین ږیرو، د ګذر وکیلانو او نورو استازو څخه ئې غوښتنه وکړل چي ددې سړک به پوره ساتنه او مراقبت کوي او خپل د صفائي مالیه به پر وخت تادیه کوي، ترڅو ښاروالي وکولائ سي، نوري همداسې پرمختايي پروژې تطبیق او پلان کړي. اوهم ئې د نوموړي مؤسيسې څخه مننه وکړل چي زموږ سره د کندهار ښار په بيا رغونه کښي پوره همکاري وکړي.

همدا رانګه د دې سيمي په استازي توب ډاکټر محمد نعيم صاحب خبري وکړې او د کندهار ښاروالۍ څخه ئې مننه وکړل چي زموږ مشکلاتو ته په کتلو سره ئې د دې سړک د پخولو چاري راپيل کړې.

په دغه پروژه کښي(۱۱۰) کسانو ته د کار زمينه برابره سوې ده ( ۱۰ ) نفره مسلکي او (۱۰۰) نفره غيري مسلکي توګه سره بوخت دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS

کندهار ښاروالۍ د خپلو انکشافي کارونو په لړ کښي دا ځل د کندهار ښار په ۱۵ ناحيه دريم ګذر کښي د کوڅې د کانګريټ کولو چاري عملاً راپيل کړي!