په (۱۳) ناحيه کښي د شفافيت او حساب ورکولو غونډه ترسره سوه!

mohammadi_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۳/۳۱ - ۱۰:۲۷
شفافيت

کندهار ښاروالۍ نن دوشنبه د ديارلسمي ناحيې اوسېدونکو ته په دغه ناحيه کښي د ښاروالۍ د ۱۴۰۱ مالي کال د خدماتو، عوايدو او لګښتونو په اړه معلومات ورکړل سوه.

په دغه غونډه کښي چي نن دو شنبه جوړه سوې وه، پکښي د ديارلسمي ناحيې آمر، د ښاروالۍ د شفافيت او حساب ورکولو مدير، د نوموړي سيمي علماء کرامو، د ناحيې استازو، دګذر وکيلانو، قومي مشرانو او عامو خلګو ګډون درلود.

غونډه چي د قران کريم په څو مبارکو اياتونو سره راپيل سوه، ورپسې د شفافيت او حساب ورکولو مدير محمد عمر صابر د شفافيت پر اهميت باندي ګډونوالو ته معلومات ورکړه.

ورپسې د ديارلسمي ناحيې آمر حافظ مولوي محمد حيدري صاحب خبري وکړې او دخپل ناحيې فعاليتونه او لاسته راوړني يې له ګډونوالو سره شريکي کړې او هم يې د همدې ناحيې پر څلور خواوو باندي د ګډونوالو سره معلومات شريک کړل.

د حيدري صاحب تر خبرو وروسته د شفافيت او حساب ورکولو مدير په ديارلسمه ناحيه کښي د ښاروالۍ د روانو عادي او پرمختيايي خدماتو او له دې ناحيې څخه د تر لاسه سوو عوايدو په اړه معلومات وړاندي کړل.

د غونډي ګډونوالو د دغه پروګرام هر کلئ يې وکړ او خپل نظرونه، غوښتني او پوښتني يې د ښاروالۍ د مسؤلينو سره شريکي کړې.

د ښاروالۍ د اړوند برخو مسؤلینو د خلکو پوښتنو او غوښتنو ته ځوابونه وويل او ژمنه يې وکړه چي هري ستونزي ته به يې رسېدګي کېږي.

د يادوني وړ ده چي کندهار ښاروالۍ وخت پر وخت د هري ناحيې و اوسېدونکو ته د شفافيت او حساب ورکولو غونډي جوړ وي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS

په (۱۳) ناحيه کښي د شفافيت او حساب ورکولو غونډه ترسره سوه!