د کندهار په زاړه قولي اردو (فرقه) کي د ۵۰ بابه کورونو د جوړيدو د بنسټ ډبره کښېښودل سوه!
دوشنبه ۱۹ / ۴ / ۱۴۰۲ ه ش کال.
ياد کورونه د اطلاعات او فرهنګ وزارت لخوا د خيريه بنسټونو په مالي ملاتړ جوړيږي، تخنيکي چاري يې د ښار جوړولو رياست د يوه خصوصي شرکت په مټ مخته وړي او ټولټال (۶۱۰۰۰۰) امريکايي ډالره لګښت پرې راځي،چي د هر کور د جوړېدو مبلغ (۱۲۲۰۰) امريکايي ډالره کيږي.
ددغه کورونو شميره په لومړيو کي (۱۵۰) بابه دي، خو د (۵۰) بابه د جوړيدو چاري يې پيل سوې.
د يادو کورونو د بنسټ ډبره د اطلاعات او فرهنګ د سرپرست وزير مولوي خيرالله خيرخوا، د کندهار ښاروال حسن حاجي صاحب، د ښار جوړونې د رئيس مولوي عبدالمتين عاشق، د کندهار د اطلاعات او فرهنګ رئيس مولوي انعام الله سمنګاني او د پلي کوونکي شرکت د مسؤلينو لخوا کېښودل سوه.
