د کندهار ښار په دريمه ناحيه، دريم ګذر کښي د فقير بابا د کوڅې د کانګريټ کولو کار بشپړ سو!

mohammadi_admin
شنبه ۱۴۰۲/۴/۲۴ - ۸:۴
فقير بابا کوڅه

شنبه ۲۲ / ۴ / ۱۴۰۲ ه ش کال

کندهار ښاروالۍ د خپلو انکشافي هڅو په جریان کښي د کندهار ښار په دریمه ناحیه، دریم ګذر کښي د (۸۰۰ ) متره په اوږدوالي او ( ۵ ) متره په بردوالي سره د فقیر بابا دکوڅې د کانګریټ کولو او ورسره په څنګ کښي د ویالې سنک کاري په اساسي او بنسټیزه توګه و رغول سوه.

دا پرمختیا او انکشافي پروژه چي تمویل ئې د نړیوال بانک لخوا او د تطبیق چاري دملګرو ملتونو د پروژو دخدمتونو دفتر یا UNOPS له خوا د (۲) میاشتو په حدودو کښي په معیاري او اساسي ډول ترسره سوې او د درنو ښاريانو لپاره د ګټي اخيستني لپاره پرانيستل سوه.

په نوموړې پروژه کښي (۱۲۰ ) کسانو ته د کار زمينه برابره سوې وه .

د یادوني وړ ده چي د همدې سیمي اوسېدونکو د یادي کوڅې د کانګریټ کولو او د ویالې د سنګ کاري کولو څخه زیاته خوښي و ښودل او د کندهار ښاروالۍ د مسؤلینو څخه ئې زیاته مننه وکړل

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS

د کندهار ښار په دريمه ناحيه، دريم ګذر کښي د فقير بابا د کوڅې د کانګريټ کولو کار بشپړ سو!