د کندهار ښار په ( ۸ ) ناحيه کښي د کانال جوړولو چاري جريان لري!

mohammadi_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۵ - ۱۲:۵۷
کانال

کندهار ښاروالۍ دخپلو روانو پرمختیايي کارونو په لړۍ کښي داځل د کندهار ښار په اتمه (۸) ناحیه کښي د میرویس حوزوي روغتون لویدیځ خواته د (۷۲۵) متره په اوږدوالي، د (۲) متره او (۷۰) سانتي په بردوالي او د (۲) متره او (۲۰) سانتي په ژوروالي سره د یوه کانال د جوړېدو چاري په اساسي او معیاري توګه شروع کړي دي.

دا پرمختیايي او انکشافي پروژه چي د کندهار ښاروالۍ تر نظارت لاندي جريان لري، تمویل ئې د نړیوال بانک له خوا او د تطبیق چاري ئې د یو این هبیتات (UN Habitat) نړیوالي ادارې په مرسته د پنځو میاشتو په حدودو کښي سرته رسیږي.

ددې پروژې د پیلېدو سره سم زیات کسانو ته د کارکولو زمینه هم برابره سوې ده او تر دې مهاله پوري ئې (۶۰) فیصده رغنیزي چاري مخته تللي دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS

د کندهار ښار په ( ۸ ) ناحيه کښي د کانال جوړولو چاري جريان لري!