کندهار ښاروالۍ د شورا ګانو عمومي مدیریت له خوا په ۷ ناحیه، ۷ ګذر کښي د تاج محل شورا تر نامه لاندي محلي شورا ترسره کړل!

mohammadi_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۵/۱۰ - ۸:۲۳
شورای محلي

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د هدایت پر اساس د شوراګانو عمومي مدیریت له خوا په اوومه (۷) ناحیه کښي د تاج محل شورا تر نامه لاندي محلي شورا جوړه سول، چي په دې محلي مشورتي مجلس کښي د یادي ناحیې د ګذر وکیل، سپین ږیرو، مخورو، ولسي مشرانو او ځوانانو ګډون کړئ وو.

په دې محلي مشورتي مجلس کښي د تاج محل شوراء د رئیس اړوند شکایتونه عملاً په ساحه کښي واوریدل سول او د شکایاتو تر اورېدولو وروسته د شورا ګانو عمومي مدیریت لخوا د ۷ ناحیې مشورتي شورا غړي او د ګذر د وکیل په حضور کښي د یادي شورا لپاره نوی رئیس او څلور نور غړي د ولس په خوښه انتخاب سول.

د یادي شورا غړي د نوي رئیس په ټاکلو سره زیاته خوښي وښودل او د کندهار ښاروالۍ سره ئې د هر اړخیزي همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS